
صالح: که د فردین امیني کورنۍ د هغه مرګ مرموز بولي؛ د کورنۍ غړي یې احضاروو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په پلازمېنه کابل کې د اریانا نیوز تلویزون د خبریال «فردین امیني» وژل کېدو شکونه راپورته کړي او د نوموړي کورنۍ ټینګار لري، چې د یادې قضیې تحقیقات باید وشي؛ د اشرف غني لومړی مرستیال وایي، که چېرې د امیني کورنۍ په تحقیقاتو ټینګار لري د کورنۍ ټول غړي يې تحقیقاتو ته احضاروي.
فردین امیني د یک تلویزون پخوانی او د اریانا نیوز اوسنی خبریال تېره ورځ په پلازمېنه «کابل» کې په مرموز ډول ووژل شو.
کورنیو چارو وزارت وایي، امیني ځان وژنه کړې؛ خو د هغه تره بیا د کورنیو چارو وزارت ادعا ردوي او ټینګار لري، چې وراره یې تر مرګ وړاندې زنګ ورته وهلی و او د نیول کېدو خبر یې ورکړی و.
امرالله صالح چې د کابل امنیتي چارې هم اداره کوي، پرخپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د امیني وژل کېدل کومه «ترهګریزه» کړنه نه ده او که چېرې دنوموړي کورنۍ لا هم د هغه مرګ مرموز بولي اړ دی، چې د کورنۍ ټول غړي یې د تحقیقاتو لپاره احضار کړي.
ورته مهال کورنیو چارو وزارت سره له دې چې امیني په ځان وژنه تورنوي؛ تر څنګ یې ادعا لري او کورنۍ يې اجازه نه ده ورکړې چې د نوموړي جسد عدلي طب ته ولېږل شي، تر څو یې د مرګ لامل معلوم شي.
ورته مهال پر ټولنیزو رسنیو بیا د امیني د څرګندونو هغه ویډیويي کلیپ لاس په لاس کېږي، چې نوموړي پکې د حکومت مخالفې څرګندونې کړې.
د ټولنیزو رسنیو ځیني فعالان شک لري، چې ښایي امیني د خپلو همدې توندو څرګندونو له امله د حکومت له لوري په نښه کړل شوی وي.
صالح خو یو # قاتل او فاجر رذیل دي. هرسه چی له لاس نه یی وشی وی به ووکی. خو دا خلک ولی دغسی آرام قرا پروت دی. ولی سرکونه نه دکوی، چی صالح مالح او نور # د سرکونو په غارو زورند کی. الله اکبر
شهید فردین امینی د همدی صالح قاتل په مشوره وژل شوۍ دی ، دا قاتل بیا جرأت هم لری او وائي که کورنۍ دده مرموز وژل کیدلو ادعا لری نو باید ټوله کورنۍ ئي تحقیقاتو ته حاضر کړۍ شی یعنی باید ځانونه خاموشه کړی !!!! دا قاتل خائين اوس غواړی چی د خپلو مخالفینو له مینځه وړل یا د طالب له خوا او یا د ځان وژنی شعار لاندی د کابل ښار کښی مروجه کړی ، شورای نظار + جمعیت سره د نورو د پنجابی پاکستان نمایشی مذهبی ګروپونه د امریکا خائينانه استعماری پلان لاندی رفتار لری ددی غلامانو لپاره… نور لوستل »