افغانستانسولې اړوند خبرونه

د مذاکراتو لومړی پړاو بشپړ شو او دواړو لوریو وقفه واخیسته

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټيمونه وایي، د مذاکراتو د اجنډا لستونه یې له یو بل سره تبادله کړي او تر لومړنیو بحثونو وروسته يې مذاکرات د یوه مشخص وخت لپاره درولي دي.

په قطر کې د مذاکراتو دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي ، چې دبین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د اجنډا د موضوعاتو ابتدایي ليستونه سره تبادله کړل او د موضوعاتو په اړه یې لومړني توضیحي بحثونه ترسره کړل.

اعلامیه کې د قطر هیواد له کوربتوب او اسانچارۍ مننه شوې او وړاندې زیاته شوې، چې د اجنډا د موضوعاتو په اړه د لا مشورو په موخه مذاکرات وقفه اخلي « دا چې داجنډا موضوعات لا زیاتو مشورو ته ضرورت لري دواړو لوریو توافق وکړ چې د۲۰۲۰/۱۲/۱۴ نېټه به وقفه شروع کېږي او د دمذاکرات بل پړاو به د ۲۰۲۱کال د جنورۍ په ۵ مه پیلیږي.»

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې له اوږده ځنډ وروسته د کابل مذاکراتي ټيم له طالبانو سره د ناستو په یوه طرزالعمل قانع شو او ویې منله چې د طالبانو او امریکا توافقنامه به د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ وي.

په مذاکراتو کې یاد شوی پرمختګ د کورنیو او بهرنیو جهتونو له تاوده هرکلي سره مخ شو او له مذاکرتي ټيمونو وغوښتل شول، چې د اصلي موضوعاتو په اړه سمدستي بحثونه پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

د کرسمس وقفه؟؟؟؟

طوطی

خو دی لمړی پړاو څه ګټه خلکو او سولی ته رسولی؟ اوس به ټول ځی او خپلو بادارانو ته به راپورونه ورکوی د کابل ټیم خو به کابل ته راځی دا د قطر ملایان به چیری بیچاره ګان سرګردانه ګرځی؟ ځینی خو به لا دا هم وایی کاش چی وقفه نوای راغلې اوس به چیری ځو نومونه مو هم په تور لیست کی بند دی خو ډیری به بیا وایی شکر پنجاب د ژوندی وی هغه لار خو چا تر اوسه بنده کړی نده.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx