شعـــــرونه

زما ژوند انقلاب او هجرت/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

ژونــد زمـا ټـول د دردونو ذخـیــره ده
د سپــیـڅـلــو ارمــانـونـو ذخــیـره ده

لا ماشــوم وم انقـلاب رابانـدې راغلـي
لا تــر اوســه د غــمـونــو ذخـــیره ده

چي زلمی شوم د هجرته سره مخ شوم
مـکــمــل د هــجـرتــونــو ذخــیـره ده

انقـلاب مې تـوره ږیـره کـړه را سپـینه
د سـلـګــیـــو کــــړاونــو ذخــیــره ده

بې لـه غـمـه بې له درده بل څـه نه وه
مخــتــصـر د تکـلیفـــونـو ذخــیـره ده

انـقلاب او هــجـرت دواړو یم ســوزلی
نــاچـــاري وه د اهـــونـو  ذخــیـره ده

لاس تر زنې ورته ناست(تپاندزُهاد)یم
نصیـب زمـا ټول د فکـرونو ذخــیره ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx