نظــر

نوې سناریو، نوي دروغ

عبدالستار سعادت

کله چې صالح د امنیت رئیس و، د کار پر ځای یې توکمیزې عُقدې پاللې. بهرنیو ته یې غلط راپورونه ورکول چې کلي او کورونه به یې پرې بمبارد کړل.

د همدې غیرتي وګړو په کورونو یې بهرني پوځیان وروستل، بېګناه وګړي په نظامي اډو کې بندیان وو او ځینې خو یې لا تر ګوانتنامو ورسول.

هغه ناولی چلند و چې د طالبانو دویمه څپه راوالوته، د هغه غلط تدابیر او ناکامي وه چې طالبان دومره غښتلي شول چې تر نیمایي زیاته جغرافیه یې لاس کې ده او هغه صالح د ولسمشر د مرستیالۍ موقف کې د امنیې قوماندان او یا ښاروال په بست کې کار کوي.

کرزی صیب په آخر کې پرې پوه شوی و؛ چې هره بده پېښه به وشوه او بیا به امرالله صالح د توضېح لپاره ورغی، پخواني ولسمشر به ورته ویل: که اسناد لرې راته وایه، که نه وي د دروغو کیسو او داستانونو نه دې ستړی شوی یم. آخر یې په لویې جرګې د راکټونو لګېدلو له امله عزل کړ.

جالبه دا ده چې اوس هغه د کیسو او داستانونو سړي 6:30 په نامه یوه سناریو جوړه کړې ده. غني نه خو هسې لار ورکه ده او څوک ورپاتې هم نه دي. امرالله دی، هغه راکټونه بیا پیل شوي، په روغتون او پوهنتون تر ټولو شنېع بریدونه کېږي، هغه امنیتي ناتاړ دی او دا سړی لګیا دی اوس خلکو ته د طالب او داعش ګډ روایت په نامه نوی داستان وایي. غواړي شیعه ګان وډار کړي او هغوی له ډاره همدوی د نجات پرښتې وګڼي.
مګر هغوی محاسب خلک دي؛ حافظه لري. همدې حکومت د داعش شکست اعلان کړ، نو دا ترهګر، بریدونه، راکټونه له کومه شول چې امرالله سره یو ځای راپیدا شول؟

یو شمېر ویده او بې شعوره پرې وغولېږي، تصویرونه یې ښکته او پورته کوي، مګر د دې ولس جمعي شعور هر څه څاري او هېڅ مو هېر نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx