افغانستان

بدخشان: کوکچې سیند ته د موټر پرېوتو له امله د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې کوکچې سیند ته د موټر پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

دا پېښه نن د شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ولایت مرکز فیض آباد ـ بهارک ولسوالۍ پر لویه لاره د بهارک ولسوالۍ اړوند خواجه ابدال سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یو سراچه ډوله موټر د کوکچې سیند ته پرېوتلو.

د پېښې عیني شاهدان او د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۶ تنه وژل شوي، چې د ۲ تنو جسدونه له اوبو را ویستل شوي او د پاتې نورو جسدونو د موندلو هڅې روانې دي.

د سیمه ییزو چارواکو په خبره په دغه سراچه موټر کې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي صوفي آیت الله په ګډون د هغه د کورنۍ ۶ غړي سپاره وو او یاده پېښه کې ټولو خپل ژوند بایللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx