افغانستان

فاریاب: د وژل شوي عسکر ښځې سره د بل عسکر نکاح ددویم هغه په مرګ تمامه شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یو وژل شوي عسکر ښځې سره د واده کولو له امله د بسم الله په نوم یو بل عسکر وژل شوی دی.

د کوهستان ولسوال روح الله میرزاد وايي، بسم الله نامی کس چې ۴۰ کاله عمر لري دده خپلوان دی او له تیرو دوه کلونو راهیسې د اکتید په دفتر کې د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړی زیاتوي، «بسم الله» لس ورځې مخکې میمنې ښار ته راغلی ؤ، دویم واده یې وکړ، لیکن کوهستان ولسوالۍ ته د بیرته تګ پرمهال مسلحو کسانو له موټره ښکته کړی د لومړنۍ میرنې، لور او مسافرو ترمخه یې په ډزو وژلی دی.

که څه هم د کوهستان ولسوال ددې پېښې پړه په طالبانو واچوله؛ خو په فاریاب کې د طالبانو یو ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې ددې کس په وژلو کې لاس نه لري.

د طالب چارواکي په خبره «بسم الله»نامي کس څو ورځې وړاندې په میمنه کې د یو وژل شوي عسکر «رباني» له کونډې سره دویم واده وکړ؛ خو د مقتول وارثانو او د ښځې خپلوانو له دغه واده سره مخالفت لرلو، چې کیدای شي ددې قتل لامل همدا وي؛ خو له دې سره طالب چارواکو خبر ورکړی چې د پېښې د عاملینو د نیولو په لټه کې دي.

د رباني په نوم عسکر کابو ۶ میاشتې مخکې په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد پوځي عملیاتو ته تللی ؤ، چې بیا همالته په جګړه کې یې خپل ژوند بایللی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx