افغانستان

د کندهار د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ پر ودانیو دله یېز بریدونه پیل شول

نن ټکی آسیا:  کابو نېم ساعت وړاندې د کندهار ولايت  پر مقام او امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريدونه شوي دي.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال وايي، چې دا بريد نن تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولس نيمو بجو پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې لومړى د امنيه قوماندانۍ ودانۍ مخې ته چاودنه وشوه او بيا وسله وال يوه نږدې کور ته ننوتلي او پر قوماندانۍ ډزې کوي.
مينه پال دغه راز وويل، چې يوه بله ډله وسله وال د ولايت مقام سره نږدې يوه هوټل ته ننوتلي او له هغه ځايه پر ولايت مقام ډزې کوي.

مینه پال وايي، چې دی خپله هم د ولایت مقام دننه دی او همدارنګه دوی سره یو شمېر «بهرني مېلمانه»هم محاصره دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د پېښو پخلی وکړ.

نوموړی وايي، چې د دوی څو تنه سرتېري ملګري د خیبر عملیاتو په لړ کې د ولایت پر مقام او په لسمه حوزه کې د امنیه قوماندانۍ پر ودانیو بریدونه پيل کړي.

د پېښي د نورو جزییاتو لپاره له نن سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x