افغانستان

د فردین امیني «مرموز قتل» د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لازیاتې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د یو میاشت په موده کې د هېواد پلازمینه کابل او ولایاتو کې د څلورو خبریالانو هدفي او مرموزو وژنو د خبریالانو د خوندیتوب په اړه شته اندېښنې لا زیاتې کړې دي.

د طلوع نیوز دسیاسي خپرونو پخواني مسئول او د افغانستان بانک د مطبوعاتي سلاکار یما سیاوش له وژلو څو اونۍ تیرې نه وې، چې په هلمند کې د آزادۍ رادیو خبریال الیاس داعي ووژل شو؛ خو د «داعي» له مرګ څخه میاشت نه وه پوه، چې د تیرې اونۍ پنجشنبې په ورځ په جلال آباد ښار کې د انعکاس رادیو تلویزیون ویانده ملالۍ میوند له خپل موټر چلوونکي سره ووژل شوه او ورپسې یوه ورځ وروسته په کابل ښار کې د آریانا نیوز د خبرونو نطاق فردین امیني په مرموزه توګه ووژل شو.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د جمعې په ورځ وویل چې فردین امیني ځان وژنه کړې ده؛ خو د هغه د کورنۍ غړي بیا وايي، چې نوموړی په مرموزه توګه وژل شوی دی.

د فردین امیني اکا شیر عابدالدین له چارواکو غوښتنه کوي چې د پېښې عاملین پيدا او په سزا یې ورسوي.

د نوموړي په خبره هغه لومړی تښتول شوی او بیا وژل شوی دی.

د نوموړي ګاونډی حسیب الله هم وايي، هلک یې ځکه ووژلو چې تعلیم یافته او بریالی ویاند ؤ، رواني ستونزې او کورني مشکلات یې نه لرل، ولې به ځان وژنه کوي.

 له بل پلوه د اشرف غني لومړی مرستیال او د کابل سرپرست امنیه قومندان امرالله صالح بیا دامیني کورنۍ ګواښلې، که بیا ځل یې د مرموز قتل خبره وکړه، نو د ښځو او ماشومانو په ګډون به د امیني ټوله کورنۍ د پولیسو مرکز ته حاضروي او تحقیقات به ورڅخه کوي.

د امرالله صالح له دغه ګواښ څخه وروسته ټولنیزو فعالانو او د خبریالانو ټولنو د هغه څرګندونې غندلي او دا یې په ښکاره د امینی د قتل د پټولو یوه هڅه بللې ده.

دا په تیره یوه میاشت کې څلورم خبریال دی چې د پلازمینې کابل په ګډون د هېواد مختلفو برخو کې وژل کیږي؛ خو تراوسه د یو خبریال د وژلو قضیه هم نه ده څېړل شوې او نه هم د هغوی کورنیو ته په دې اړه قناعت بښونکي ځوابونه ورکړي دي.

کابل میشتي خبریالان د فردین امیني له مرموزې وژنې وروسته خپل ځانونه خوندي نه ګڼي او غوښتنه کوي چې باید امنیت ته یې جدي توجه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Omair mustafa

Allah d pa Afghanistan raham wakrai aw d de qatal amelin sara d Allah poh shee. Tar so che Kabul k da qatlian aw ghasiban wakdaran we dalta aman aw osedal gran kar dai. Allah d zar aman aw shariat Muhamadi nafiz kree ameen .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx