ټکنالوژي

د ګوګل ۲۰۲۰ کال: راشد خان پر ګوګل د افغانستان پرځای هند کې زیات لټول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان ملي لوبډلې نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان په هندوستان کې پر ګوګل ماشین یو له زیاتو لټونکو کسانو څخه بلل شوی دی.

ګوګل چې په نړۍ کې د انترنیت تر ټولو مشهور لټون ماشین دی، څو ورځې وړاندې په نړیواله او د هېوادونو په کچه ۲۰۲۰م کال تر ټولو زیاتو لټونکو نومونه، څیزونه او فعالیتونه په ډاګه کړل.

د ګوګل لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې ۲۰۲۰م کال کې پر «Google» تر ټولو زیات «کرونا ویروس» لټول شوی دی، دغه راز په لوبغاړو کې د امریکا موټرو سیالیو چلوونکی «ریان نیومن»، په ویدیویي ګیمونو کې «Among Us»، په مړو شوو کسانو کې د امریکا مشهور باسکټ بال لوبغاړی «کوبی بریانټ»، په خلکو کې د امریکا نوی ولسمشر «جوبایډن»، په غزلو کې امریکایي «VAP» غزل او د پخلي په نسخو کې «Dalgona coffee» زیات لټول شوي دي.

په دې لړ کې د کرکټ نامتو لوبغاړی راشد خان د افغانستان پرځای په هندوستان کې د هغو کسانو په لیست کې راځي چې تر ټولو زیات پر ګوګل لټول شوي دي.

راشد خان په ځانګړي ډول هغه مهال هند کې د ګوګل زینت جوړ شو کله چې له ګوګل څخه «د راشد خان میرمن څوک ده» پوښتنه وشوه، ګوګل په غلطۍ سره د هندي مشهور کرکټر ویرات کوهلي میرمن انوشکا شرما د راشد خان میرمن معرفي کوله.

راشد خان چې په خپلې ځانګړې توپ اچونې نړۍ حیرانه کړې او د نړیوالو لوبو ترڅنګ د نړۍ په هر لیګ کې له یو شمېر لوبغاړو ښه لوبیږي، د نړۍ په کچه په ځانګړي توګه په هند کې سلګونه زره مینوال لري.

ګوګل د هندوستان په لټون د یو شمېر هېوادونو د لټون تر ټولو مشهورې پایلې خپرې کړي دي، هند کې پر ګوګل تر ټولو زیات د هند غوره لیګ (IPL) لټول شوی دی.

که څه هم هند کې په ۲۰۲۰م کال کې د مشهور فلمي ستوري سوشانت سینګ راجپوت مړینې پر ټولنیزو رسنیو زیات خبرونه خپاره شول، خو بیا هم د هند ګوګل د لټون په لیست کې ځای نه لري، دغه راز په نړۍ کې زیات لټول شوی «کرونا ویروس» هم هند کې نسبتا کم لټول شوی دی.

له هند غوره لیګ وروسته د امریکا ولسمشریزې ټاکنې هند کې پر ګوګل زیاتې لټولې شوې دي،  دغه راز د یو شمېر نورو مشهورو څيرو تر څنګ راشد خان هم هند کې زیات لټول شوی کس دی.

دغه راز په نړۍ کې له ګوګل څخه د «ولې، Why» لفظ ډير پوښتل شوی دی، په دې لړ کې د کوویډ-۱۹ په اړه (کرونا ویروس ته کوويډ۱۹ ولې وایي؟)، د ښوونیزو مرکزونو تړلو په اړه (ولې مکتبونه بندیږي؟)، استرالیا کې د اور لګېدنې په اړه (استرالیا ولې په اور کې ده؟، د اسمان په اړه (د اسمان رنګ ولې نارنجي دی)، په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د سخت اور لګېدونې او لوګیو له کبله په سان فرانسیسکو سیمه کې د اسمان رنګ نارنجي شوی و، ددې ټولو ستونزو په پای کې خلکو له ګوګل دغه پوښتنه هم کړې چې «ولې همدردي مهمه ده؟).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx