
د اردوګان له لوري اذربايجان کې د شعر ويل جنجالي شو، ترکيې او ایران د يوه بل سفيران احضار کړي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د تېرې پنجشنبې په ورځ د اذربايجان پلازمېنې باکو کې په هغه پوځي رسم ګزشت کې ګډون وکړ، چې د اذري ځواکونو له لوري له ارمينيايي عسکرو د ناګورونو قرهباغ سيمې د بېرته نيولو د جشن په موخه جوړ شوی وی.
ولسمشر اردوګان د قرهباغ د فتحې مراسمو کې د وينا پر مهال يو شعر ويلی، چې د ایراني چارواکو غوسه يې راپارولې او د ایران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د ترکيې سفير احضار کړی و.
تهران وايي، د اردوګان له لوري لوستل شوی شعر کې په ایران کې اذري قبیلې بېلتونپالۍ ته لمسولی شي او دوی پرې نيوکې لري.
اذري قبايل د اذربایجا او ارمنستان سره نږدې د ایران په اذربايجان ولايت کې هم پراته دي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف په خپل ټويټ کې ويلي، ولسمشر اردوګان بايد دا شعر نه وای ويلی، ځکه دا شعر د ارس سيند په شمال کې د ایران له خاورې په زوره د جلا شوو سيمو په اړه و.
به اردوغان نگفته بودند شعری که به غلط در باکو خواند مربوط به جدایی قهری مناطق شمالی ارس از سرزمین مادریشان ایران است!
آیا او نفهمید که علیه حاکمیت جمهوری آذربایجان سخن گفته است؟
هیچکس نمیتواند در باره آذربایجان عزیز ما صحبت کند.— Javad Zarif (@JZarif) December 11, 2020
د ایران دولتي خبري اژانس «اسنا» هم ويلي، دا شعر د بېلتونپالانو يو سمبول دی.
په دغه شعر کې ځينې بیتونه د ارس سيند په اړه و، د دې سيند دواړو غاړو ته اذري قبايل پراته دي او دا سيند د اذري قبايلو ترمنځ بيلوونکی بلل شوی اوپه دې اړه په کې شکايت شوی دی.
ارس سيند له ترکيې راوځي، د اذربايجان او ارمينيا له لارې ایران ته ځي او د دغه سيند دواړو غاړو ته اذري قبايل پراته دي.
د ایران د بهرنيو چارو وزارت په تهران کې د ترکيې سفير احضار کړی او د اردوګان له لوري دا شعر لوستل د ایران په چارو کې د نه منلو وړ لاسوهنه بلل شوې ده.
په ځواب کې يې ترکيې هم په انقره کې د ایران سفير احضار کړی او د رسمي احتجاج تر څنګ يې دا هم ويلي، چې ایراني چارواکو په قصدي توګه د دوی د ولسمشر له شعر ويلو، ناسم مفهوم اخيستی دی.
د ترکيې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړيکو د څانګې مشر فخرالدين التون ويلي: «موږ د شعر لوستو په غبرګون کې زموږ د ولسشمر او هېواد پر خلاف د خوابدوونکو ټکو کارول غندو او له دې شعر نه په قصدي ډول ناسم تعبیر اخيستل شوی دی.»
د ایران د بهرنيو چارو وزير له خپل ترکيې سيال سره ټيليفوني اړيکې
له دغه تاوتريخوالي وروسته د ایران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له خپل ترکي سيال مولود چاويش اوغلو سره د ټيليفوني اړيکې پر مهال ويلي، چې د ایران لوړپوړي چارواکي د ترکيې ولسمشر ته ځانګړی درناوی لري او هيله يې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه بايد د ښه ګاونډيتوب سياست څخه کار واخلي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هم خپل ایراني سيال ته ډاډ ورکړی، چې هېواد يې د ایران ځمکني تماميت ته احترام لري او زياته کړې يې ده، چې د ولسمشر اردوګان له لوري ويل شوی شعر د لاشين ښار او د اذربايجان قرهباغ ولايت په اړه و.