نړۍ

له عربي دولتونو وروسته د جنوبي اسيا «بوټان» هېواد هم اسرائيل په رسميت وپېژندل

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): له متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان او مراکش وروسته د جنوبي اسيا بوټان هېواد هم له اسرائيلو سره ډيپلوماټيکې اړيکې پيل کړې.

د رپوټونو له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ له تېر يوه کال راهيسې مذاکرات روان و او بالاخره دواړه لوري د ډيپلوماټيکو اړيکو په پيلولو هوکړې ته ورسېدل.

د هوکړې دا مراسم تېره ورځ د هند پلازمېنې نوي ډيلي کې د اسرائيلي سفير په کور کې ترسره شول، چې د دواړو هېوادونو سفيرانو پرې لاسليک وکړ.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزير ګابي اشکنازي د بوټان او اسرائيلو ترمنځ د اړيکو جوړولو هرکلی وکړ، دا يې ستره لاسته راوړنه بللې او زياته کړې يې ده، چې دواړه هېوادونه به د اوبو مديريت، کرهنې او روغتيا په برخه کې له يوه بل سره همکاري وکړي.

اشکنازي په خپلو خبرو کې وويل، چې د اسرائيلو په رسميت پېژندلو کړۍ ورځ تر بلې پراخيږي او هيله يې ښکاره کړې، چې د بوټان پاچا به راتلونکی کال د اسرائيلو په رسمي سفر ولاړ شي او هلته به يې تود هرکلی وشي.

د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو هم  له بوټان سره د ډيپلوماټيکې اړيکو د جوړولو هرکلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دوی له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو هيله‌ لرونکو نورو هېوادونو سره هم په اړيکه کې دي.

اسرائيلو تر اوسه دا نه روښانه کړې، چې د بوټان پلازمېنې تمبو کې به خپل سفارت پرانيزي او که د سريلنکا په څېر به په هند کې د اسرائيلو سفير له نوي ډيلي په بوټان کې د نااستوګن سفير په توګه دنده ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې بوټان تر اوسه يوازې د نړۍ ۵۳ هېوادونو په رسميت پيژندلی دی، تر اوسه د ګاونډي چين سربېره امريکا، برتانيې، فرانسې او روسيې سره هم ډيپلوماټيکې اړيکې نه لري.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې مراکش عربي هېواد هم د امريکا په منځګړيتوب له اسرائيلو سره د اړيکو جوړولو هوکړې ته تياری ښودلی دی.

امريکايي چارواکي وايي، د مراکش پاچا محمد السادس د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د ټيليفوني خبرو پر مهال منلې، چې له اسرائيلو سره به ډيپلوماټيکې اړيکې جوړوي.

له تېر سپټمبر راهيسې متحده عربي اماراتو، بحرين، سوډان او مراکش څلورم عربي هېواد شو، چې له اسرائيلو سره يې د اړيکو جوړولو هوکړه کړې ده.

د فلسطين سربېره په ټوله عربي او اسلامي نړۍ کې له اسرائيلو سره هر ډول اړيکې له فلسطينيانو سره ظلم او خيانت بلل شوي او په ټوله اسلامي نړۍ کې دا اړيکې په سختو ټکو غندل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx