ټولنیزه برخه

نېکمرغي څه شی ده؟

رحمت الله مؤمن

رسول اللّٰه ﷺ وایي: ( په دې نړۍ کې د یوه مسافر په څېر ژوند وکړه. )
نېکمرغي په مال او شتمنۍ کې نه ده، نه د قارون په خزانو کې او نه د فرعون په پاچاهۍ کې نغښتې ده، بلکې نېکمرغي د صحابه وو رضي اللّٰه عنهم په ژوند کې وه، ځکه هغوی یوازې دنیا ته پام نه کاوه، بلکې د دین په خدمت کې هم بوخت وو.

نېکمرغي څه بانکي چک نه دی، چې له کوم بانک نه ترلاسه کړای شي او نه کوم څاروی دی، چې په مېله کې وپلورل شي او نه کوم خوشبویه ګل دی چې په یو څو روپو ترلاسه شي، بلکې نېکمرغي خپله له ایمان او دین څخه را وتلی شی دی، موږ په موټرو او ښکلو ماڼیو کې نېکمرغي پلټو، په داسې حال کې چې دغه ټولې اسانتیاوې د اندېښنو زېرمې دي.

د نړۍ ستر مصلح محمد مصطفی صلی اللّٰه علیه وسلم ته وګورئ، چې هغه څومره د غریبۍ ژوند درلود؛ خو سره له دې هم په داسې نېکمرغیو کې یې ژوند تېر کړ، چې یوازې اللّٰه تعالی پرې ښه پوه دی.

سعد بن ابي وقاص رضي اللّٰه عنه خپله ښځه، بچي او ګډې وزې له ځانه سره واخیستل او له ښاره یوې دښتې ته ولاړ او هلته استوګن شو، له دنیوي ستونزو او اندېښنو نه یې کډه وکړه؛ یوه ورځ یې له ښاره یو زوی دده خواته ورغی او ورته یې وویل: پلاره! ته دلته ناست یې او هلته د شتمنیو پر وېش خلک سره نښتي دي، نو سعد رضي اللّٰه عنه ورته وویل: زه ستاسې له شره اللّٰه تعالی ته پناه ور وړم او ما له رسول اللّٰه ﷺ نه اورېدلي و، چې اللّٰه تعالی داسې کس خوښوي، چې نوم ورکی غني او پرهېزګار وي.

رحمت اللّٰه مؤمن

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx