افغانستان

کندهار کې د حکومت بمبار دیارلس ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د حکومت بمبار د ښځو او ماشومانو په ګډون دیارلس تنه ولسي وګړي وژلي.

له سیمې څخه د خپرو شویو راپورونو په اساس، تېره شپه لس بجې حکومتي چورلکو د ارغنداب ولسوالۍ اړوند «ناګهان» نومي سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی چې له امله یې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او د ماشومانو په ګډون دیارلس تنه وژل شوي دي.

حکومت که څه هم تر دې دمه د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو دفاع وزارت ادعا لري چې تېره ورځ یې په هوایي بریدونو کې د کندهار ولایت اړوند «شاولیکوټ، ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې پنځوس طالبان وژلي.

ورته مهال طالبانو یاد برید غندلی او د حکومت د «وحشتونو او جرمونو د لړۍ» دوام یې بللی.

پرملکي وګړو د حکومت بمبار داسې مهال دی، چې په دوحه کې د طالبانو او کابل مذاکراتي ټيمونو تر منځ خبرې رواني دي او هڅه کېږي اوږده جګړه پای ته ورسول شي.

ورته مهال حکومت په بیا، بیا طالبان د جګړې د شدت په زیاتوالي تورنوي او پر هغوی غږ کوي، چې د جګړې د شدت کچه را ټيټه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

مونږ له طالبانو غواړو تر څو د روانو وحشتونه غچ د وحشيانو له سرلاري امرالله صالح او غني څخه واخلي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x