افغانستان

کندهار کې د اربکیانو قوماندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د اربکیانو مهم قوماندان «شمس الله اڅکزی» وژل شوی.

د نوموړي د وژل کېدو خبر که څه هم تر دې دمه رسمي سرچینو نه دی تایید کړی؛ خو کندهار مېشتی خبریال «صدیق الله افغان» وایي، نوموړی له پولیسو سره په خپلمنځي نښته کې وژل شوی.

شمس الله اڅکزی چې په «شمسک» پېژندل کېده، تر دې وړاندې د ژړۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان و او له څه مودې راپدېخوا یې د یادې ولسوالۍ د اربکیانو مشري کوله.

نوموړی په سیمه کې په جنګي جنایتونو، د کم عمره هلکانو په ساتلو، شخصي زندانونو په درلودلو او ګڼو نورو تورونو تورن و.

ویل کېږي، په دې وروستیو کې د نوموړي او د کندهار د امنیه قوماندان «تادین خان» تر منځ هم ژور اختلافات رامنځته شوي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو واړه هلیکان دی، طالبانو تادین خان ته هم خدمت وکړ چی باید د تادین لخوا تقدیر شی کنه نو دا ځوان نسبت و تادین ته ډیر قوی ښکاری. تادین بیچاره خو ختم دی هیڅ انرژی نلری باد یی وړی.

څارو

ماچي اورېدلي دي له دغه شمسک نومي څخه ډېر مسلمانان ډېر په تکليف ول، بس الله جل جلاله د ده د له منځه تلو په هکله ډېره ښه پرېکړه کړې ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x