افغانستان

کابل ښار کې د یو څارنوال  په ګډون ۳ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): نن سهار په کابل ښار کې يو تن څارنوال د نامعلومو وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي چې د حبيب الله په نامه يو تن څارنوال نن سهار په اتمه ناحیه کې ووژل شو.

هغه نور جزيات ورنکړل خو زياته يې کړه چې نن سهار ۸:۲۰ بجې د کارته نو په ساحه کې دا پېښه رامنځته شوه.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار د کابل ښار په‌ پنځلسمه حوزه کې هم د مقناطیسي ماین په چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول‌.

په دې وروستيو کې په کابل ښار کې نږدې هره ورځ چاودنې کيږي او د خلکو د مرګ ژوبلې سبب ګرځي، ددې سربېره په نږدې دوو اوونيو کې دوه ځل د کابل ښار له زړه څخه د ښار په نورو څنډو توغنديز بريدونو وشول چې د چارو شنونکي يې د طالبانو د بدنامولو لپاره د حکومت خپله کړنه بولي.

د کابل ښار د نن ورځې د دواړو پېښو مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x