افغانستان

 د افغان خبريالانو د خونديتوب ټولنې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د بې پولې خبريالانو ټولنې په افغانستان کې د خبريالانو په وژنه خواشيني ښکاره کړې او د افغان خبريالانو د ټولنې په ملتيا يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته خپل شکايت وړاندې کړی دی.

په دغه شکايت ليک کې له ملګرو ملتونو غوښتنه شوې، چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره جدي ګامونه پورته شي.

د بې پولې خبريالانو ټولنې، د خبريالانو د ملاتړ نړيوال بنسټ او د افغانستان د خبريالانو د خونديتوب کمېټې په ګډه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې ته دا شکايت ليک سپارلی دی.

په دغه شکايت ليک کې غوښتنه شوې، چې د بشري حقونو د نړيوالو اصولو، د ملګرو ملتونو د نورمونو او د جينيوا کنوينسيون له مخې بايد خبريالان له هر ډول پوځي بریدونو خوندي وي.

په دې وروستيو کې په هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال الياس داعي، په ننګرهار کې د انعکاس راډيو او ټلويزيون ويانده ملاله ميوند ووژل شوه او وړمه ورځ د اريانا ټلويزون وياند فردین امنيي هم په کابل ښار کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

تر دې وړاندې تېر کال د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده هم په کابل ښار کې خپل کور ته څېرمه وژل شوی و.

د بې پولې خبريالانو ټولنې ويلي، د افغانستان حکومت په دې اړه ځينې ګامونه پورته کړي، خو په وينا يې دا ګامونه بسنه نه کوي او بايد د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمولو او د هغوی د قاتلينو د څار او محاکمې لپاره عملي ګامونه پورته شي.

د فردين اميني په اړه د کابل پوليسو ويلي، چې نوموړي ځانوژنه کړې، خو کورنۍ او همکاران يې وايي، چې نوموړی په مرموز ډول وژل شوی او هېڅ ډول رواني او عقلي ستونزه يې نه وه.

د هغه کورنۍ او همکارانو غوښتنه کړې، چې عدلي ارګانونه دې د فردين اميني وژنه وڅېړي، خو د کابل حکومت د مشر اشرف غني مرستيال او د کابل سرپرست امنيه قومندان امرالله صالح خبرداری ورکړی، که د امینی کورنۍ د مرموزې وژنې خبره کوي، نو ټوله کورنۍ به يې د څېړنو لپاره د پوليسو مرکز ته بوځي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx