افغانستان

ترکیه د کابل حکومت له عسکرو سره پنځلس میلیونه ډالر مرسته کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په انقره کې د کابل حکومت سفارت وایي، ترکیه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره له دولتي عسکرو سره پنځلس میلیونه ډالر مرسته کوي.

په انقره کې د کابل سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دواړو هیوادونو د استازو تر منځ د یوه تړون په لاسلیک کولو سره ترکیې ژمنه کړې چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره هر کال دولتي عسکرو ته د درې میلیونه ډالرو په ارزښت نظامي توکي پيري او تر څنګ به یې پنځلس میلیونه لیره (دوه میلیونه امریکایي ډالر) د دولتي عسکرو د روزنې په برخه کې مصرفوي.

د اعلامیې په بنسټ، تر دې وړاندې ترکیې هر کال له دولتي عسکرو سره یو میلیون ډالر مرسته کړې؛ خو اوس درې برابره شوې ده.

د کابل حکومت له عسکرو سره د ترکیې مرسته داسې مهال ده، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ یې په دوحه کې د افغان سولې خبرې هم پيل شوې، چې تمه کېږي اوږده جګړه به ورسره پای ته ورسېږي.

طالبانو که څه هم په نظامي برخه کې د ترکیې د مرستو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د ناټو له لوري د دولتي عسکرو شوې نظامي مرسته یې غندلې وه او ټينګار یې کړی و، چې شوې نظامي مرسته د سولې په ضد کارول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

هههههه د پنجاب اداری هغه د کابل حکومت نه بلکه جمهوری اسلامی افغانستان دولت دي. پوه سوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx