ادبي لیکني

ليک د ليکونکي د ذات انځور دى

ژباړه: فضل قادر انډيوال

د ليک پيژندې نوې څيړنه:

د ١٩٥٠ ميلادي لسيزې خبره ده، د نيويارک په ښار کې په راتلونکي سبانۍ ورځ بمي چاودنې کيدې، ددې پېښې تر شا يو پټ مجرم کار کاوه. دغه پټ مجرم د ١٩٥٦ ميلادي کال د دسمبر د مياشتې پر ٢٦ مه نيټه د نيويارک په يو اخبار کې پر خپلو کارونو او بمي چاودنو خپگان وښود، هغه اخبار د نوموړي پټ مجرم ليک په لومړي مخ کې خپور کړ.

وروسته دغه ليک، غوره ليک پيژندونکيو د هغه پټ مجرم د ليک مختلفې خواوې وکتلې، غور يې پرې وکړ چې دغه غور نه يواځې د پټ مجرم په باب ډير حقايق معلوم کړل بلکې دغه پټ مجرم پرې ونيول شو.

د اسنادو او شواهدو له مخې دا لومړنۍ پېښه ده چې يو مجرم د هغه د ليک د پيژندنې له مخې نيول کيږي، د ليک پيژندنې علم او پوهې ته گرافولوژي ويل کيږي.

په گرده نړۍ کې د ليک پيژندنې پوهان شته، د ځينو پوهانو دعوى ده چې د يو چا د ليک څخه د هغه په باب د ٧٠ څخه تر ٨٠سلنه معلومات ترلاسه کيداى شي.

همدا لامل دى چې نن ورځ په پر مختللي هېوادونو کې ملازمت، دفتري کار، کاروبارى شرکت، گډه سوداگري ان چې د واده او د مينې کارونو ته د ليک پيژندونکو خدمت( چوپړ) ته د خلکو سترگې دي.

ساينسپوهان د ليک پيژندنې دغه علم او پوهې ته ساينسي بنسټونه جوړ کړي تر دې دمه پورې د ليک پيژندنې لپاره د ٢٠٠ څخه زيات ساينسي کتابونه لوستل کيږي.

خو ددې څخه دا نتيجه ترلاسه کيږي چې ددې څخه عملي ارزښت او اهميت نشته، که څه هم سايينسپوهان د ليک پيژندنې علم او پوهه د علم النجوم لاس پيژندنې او د نورو غير ساينسي علمونو په تابوت او صندوق کې د بندولو کوښښ کړي خو ددې علم او پوهې ارزښت او اهميت ورځ په ورځ زياتيږي.

د ليک پيژندنې د ادارو دعوى ده چې دوى د ليکوونکي د ليک د سلو څخه زيات مختلف خواص او ځانگړتياوې په پام کې نيسي
ليک پيژندونکي د ليک پيژندنې له لارې نه يواځې د ليکونکي داخلي کيفيات ښکاره کولاى شي بلکې د ليکونکي ذهني کيفيات هم معلومولاى شي.

په امريکا کې د پنځو څخه تر لسو فيصدو پورې اداري کارونه هم د ليک پيژندونکو په باور او اعتماد ترلاسه کيږي.

په اروپا کې بيا ددې شميره زياته ده، اوس مهال په نوي ټيکنالوژۍ سره هم د ليک پيژندنې ژورې څيړنې کيږي لکه د کمپيوټر سافټ وير د نويو اسانتياوو له لارې د ليک ډير ډولونه پيژندل کيږي. نو دې ته په پام سره نوى تخنيک او ټيکنالوژي د ليک پيژندنې علم او پوهې ته نوى روح ورکړى دى.

ساينسپوهانو اوس دا خبره منلې ده چې ليک ته ليدل د ليکوونکي ذهني کيفيات سړي ته ښکاره کيږي او ان چې د داسې ليک څخه د ليکونکي روغتيا او صحت هم معلوميږي.

اونټايو کې د يونيورسټي اف واټرلو پوهان «روى کنک» او ډيرک کوهلر په وينا د ليک پيژندنې د علم سره د مينې لامل ډير اسان او ساده دى، که عام کسان د ليک يو څو کرښې ولولي هماغه نتيجه اخلي کومه چې د ليک پيژندنې کوم پوه او ماهر يې ترې اخلي، دا يو فطري عمل دى ددې په ضمن کې دواړو پوهانو دا مطالعه يې هم کړې يو څو رضاکار يې راټول کړل چې د ليک پيژندنې گرافولوژي پر علم، پوهې او نظرياتو پوهيدل د هر رضاکار لپاره بيلگې او نمونې سره سره د ٨٠ نورو ليکونکو د ليکونو د بيلگو د ډير فکر او غور څخه وروسته دا نتيجه هم وړاندې کړه چې په کې ويل شوي وو دا ليک د پلاني دى او د هر ليکونکي پته يې معلومولى شوه او ورسره يې د هر ليکونکي ځانگړى خاصيت يې هم وښودو، که څه هم د ليکونکي او ليکوونکو په باب معلومات هم د ترتيب په لحاظ سم نه وو او غير مرتب و خو ټول رضاکار دې نتيجې ته ورسيدل کوم معلومات چې دوى وړاندې کړي وو ليک پيژندونکي د علم پر اساس برابر وو يعنې که چيرې د عامو رضاکارو پر ځاى د ليک پيژندنې پوهان هم وايي نو همدغه نتيجه يې ترې اخيسته چې عامو رضاکارو ترې واخيسته.

د مثال په ډول هغوى خراب ليک ته وليدل نو دا نتيجه يې ترلاسه کړه چې ددې ليک ليکونکي د ذهني کشمکش ښکار دى او ډير ژر ليکل کوي هغوي ليکونکى له نارامۍ سره تعبير کړ، له پورته څخه لاندې راښکته يو څو کرښو څخه معلوميږي چې ليکونکى هيله من او روښان فکر کيږي په ليک کې غټ او لوى حروف کارول د ليکونکي د مزاج انکساريا تواضع د(سنکسرالمزاج) پاکلمني او دځان غوښتنى بلل کيږي صاف خو شخط او دښايسته ليک او ليکونکى ته ارام او نارمل انسان ويل کيږي.

ددې خبرې څخه دا معلوميږي چې د هر ډول ليک په ښکاره توگه يوه يا دوه ټکي او الفاظ وي خو د ليک پيژندنې د پوهانو پر اند هر ډول ليک لپاره ډير نږدې ټکى غوره کوي چې دهغه په گومان ډير موزون وي او همدغه کار هغه رضا کارو هم وکړ.

د ملازم داسنادو دکره کتنې او ډير غور دپاره د ليک پيژندنې علم ته دومره اعتبار نشي ورکول کيدى او دې ته هم پاملرنه کيږي ملازمت لپاره درخواست او غوښتنليک ورکوونکي کسان په ډول خپل لاسليک بدلوي رابدلوي.

خو ددې څخه داهدف هم نه دى چې پر خپل قلم ليکلي ليک ددماغ په باب څه نه ښيي د ليکوونکى ليکل (ليک ) د هغه د ذات عکاس وي که د لاس او گوتو يې معمولي حرکت وي او که خلاص مټ په توره تخته ليک وي او ان چې د پښو د گوتو په واسطه د ساحل په شگو هم وليکل شي.

بې معنا کرښې هم د ليکونکي د ذات اصلي څېره ښودلى شي، دا خبره دايلن ونگ کړې ده چې د برمنگهم يونيورسټي سينسري موټر نيورو سائنس سينټر نامتو محقق دى.

د ليک د ليکو پر مهال د لاس او گوتو حرکت ته ډير ارزښت او اهميت ورکول کيږي ځکه چې د ليکونکي ټول حرکتونه دماغ کنټرولوي او هر لوى يا کوچنى حرکت او خوځښت د دماغ د هغه څانگو څه کنټروليږي چې موټر نيورو ته ورته ويل کيږي داين ونگ پر خبره د ليکلو پر مهال د لاس او گوتو د خوځښت په ترڅ کې د دماغ د هغه څانگو مطالعه ډيره موزونه او ضروري ده چې موټر نيورو ته بلل کيږي ځکه چې په دماغ کې د گوتو د حرکتونو څخه را پيدا شوي حسونو څه ځانگړي عضلات (غړي) چې لارښودنه کوي ډير پيچيده او کړکيچن دي.

په جرمني کې د هامبرگ د پوهنتون استاد مچل رجنسټس او ملگرو يې هم دا ډول يوه مطالعه کړې، د دوى هم يو شمير رضا کارو ته د لاسونو سره سره د پښو پرگوتو د ليکلو امر ورکړ پردې مهال د حسونو په مرسته د هغوى دماغونو ته حرکت ورکاوه.

پوهانو دا خبره ښکاره کړې چې د ليکلو پر مهال د سر د کوپړۍ مخکنۍ برخه کې يو څه گرمي پيدا کېده، لاسونو حرکتونو دغه ټوله برخه کنټرولوله چې د ليکلو پرمهال پيدا کېده؛ خو پر حيرانتيا سره په دې وخت کې د دماغو بصري برخه ډيره يخه وه شايد ددې علت دا وي چې ليکونکي خپل ليک تمرين او مشق په ډير تيزوالي سره کاوه، د مضمون د پوره متن څخه وروسته به يې د ليک د ليدلو او بصارت کار پيل کړ يعنې ټول ليکلی مضمون به يې معاينه کړ.

ددې څرگندونې څخه وروسته ليک پيژندنې علم او پوهې يو بل اړخ خپل کړ چې د ليکلو پر مهال د ليکوونکي د دماغو مخکنۍ برخه گرموالى لري خو دا خبره هم څرگنده ده چې دغه برخه د ليکوونکي د خبرو کردار او نورو حرکتونو ترجماني کوي د شخصيت ته يې کوم ځانگړى رول نه لري.

خو دا حقيقت دى د ليکو عمل د دماغو په څو ځانگړو برخو پورې تړاو لري که چيرې د دماغ دا برخه يو څه روغتيا ولري يا د دماغو پورې تړلې نورې برخې هم سهي نه وي نو د ليکلو پر مهال يې پر ليکونکي ځانگړى اغيز او تاثير کوي. که چيرې د ليکلو پر مهال د ليکونکي په ليک کې ناڅاپي بدلون راشي نو په دې مهال بايد د ليکونکي ذهني او اعصابي کيفيت وکتل شي په دې ناڅاپي بدلون سره کيداى شي څو کلونو پخواني ناروغتيا او بيا ځانگړې ذهني ناروغتيا هم پيدا او څرک يې لگولى شي.

د کمپيوټر د نوې ټيکنالوژۍ په مرسته سره اوس د ليک پيژندنې د علم کار په غوره ليکونو هم ترسره کيږي په دې کې يو ډول ډجيټائزنگ گرافک ټيبلټ هم دى.

د نوموړي ډول له لارې د ليکونو ډولونو څو بنيادونه او بنسټونه تر غور او کتنې لاندې نيول کيږي. مثلاً که د يو ځانگړي قلم پر نوکې د مختلفو الفاظو د ليکلو پر مهال د لاسونو حرکت نوټ شي او بيا دوى ته هم پام وشي چې ليکل په کومو حروفو او څومره تيزوالي سره ترسره کيږي يا کومې ادارې ته ليک ليږل کيږي او داسې نور…

د پورتنيو ټولو معلوماتو تجربه د يو کمپيوټر له لارې کيږي او د مختلفو دماغي کيفياتو او د ناروغتيا اثر او اغيز د ليکونکي په ليک کې ښکاره څرگنديږي، د ملټيپل اسکلپر ناروغتيا چې حرام مغز تر اغيز لاندې نيسي هم د کيدونکي په ليک کې معلوميږي د لغاتو غلط او ناسم کارولو په صورت کې په ليک کې يوه ناروغتيا راڅرگنديږي.
لکه (ډيمينشيا) چې يوه ذهني ناروغتيا ده چې د ذهن يا داښت تر اغيز لاندې نيسي.
په دې ناروغتيا سره په شخصيت کې بدلون او د صلاحيت کموالى همدغه ناروغتيا يو لامل دى.
هننگټن دا اوږو په د څېرو د غړو او غير ارادي حرکتونو ستسوالى، پارکنسن دا ناروغتيا زياتره بوډاگانو کې موندل کيږي چې په دې ټولو ناروغتياوو سره ليک تر اغيز لاندې راځي او بيا که ليک يې ترکتنې لاندې ونيول شي نو په کې ددغو ناروغتيا وو اثار او نښې په کې ښکاري.

وگورى باکس دليکونوله لارې دناروغتياوو پيژندنه ددې مطالعو څخه څرگنديږي چې دليک له لارې نه يواځې ددماغي مختلفو ناروغتياوو او نورو کارونو معلومات کيږي بلکه دليک له لارى دهغه ناروغتياوو يو څه پيژندنه هم کيږي او دمرض علتونه يې په گوته کيږي که څه هم دځينو ناروغتيا وو پيژندنه او دعلتونو څرگندول ډير مشکل او ستونزمن دى خو دليک په ناڅاپى بدلون سره دماغي څو ناروغتيا وو پيژندنه کيږي او ان چې د هغې ناروغتيا وو وړاندوينه هم کيداى شي.

دا ډول ځينې تجربې دجرمني دميونخ په پوهنتون ((جامعى)) کې هم شوى هلته او بسيسو کمپلسوډس ارډر په روغتون کې کار کوونکي پوه ماهر او نامتو محقق پير سکيوى جيور او ملگرو يې د ډيرو څيړونو او مطالعو څخه وروسته دا خبره ښکاره کړيده په ناروغتيا اخته کسانو ليک کوچني وي په مرض اخته کسان دڅه ويرې ، تصور ، يادخيال سره يو عمل څو ځله تکراره وي دمثال په توگه څو ځله دلاسونو وينځل ، ناروغتيا په حالت کې دليک پر مهال دقلم سست خوځول کله چې ناروغتيا ډيريږي نو دليک اصلي څيره هم ورسره معلوميږي.

په ځينو حالاتو کې مريض او ناروغ دليک پر مهال څو ځله يو تصور يا يو لفظ ليکي که يو ماهر دغه ليک وگوري نو سمدستى دهغه په مرض پوهيږي او سم تشخيص ئې کولاى شي ددې تجربو په رڼا کې داخبره کول ډير مناسب دى چې شايد دليک پيژندنې دعلم دوديزو لارو پر ځاى اوس يو نوى لاره راښکاره شوى دجرمني دميونخ د پوهنتون يو بل نفساتي ماهر ((ارواپوه)) ډاکټر رولينډ ميرجل دخپلو ملگرو دکار په مرسته دشمير په حساب يې دمعلومولو کوښښ کړى او نتيجه يې ترلاسه کړې چې هرڅوک يا هر ليکونکى څومره په کراره او ورور ليکل کوي هغه ليک ډير ښکلى او زړه پورې وي که يو انځور گريو تصوير څو ځله جوړوي او که ورته په همدغ مهالو ويل شي چې ته ديو باضميره او متقي انسان هر عکس يا انځور دبل څخه بدل او مختلف جوړ کړه خو داخبره د دوديز ليک پيژندنې سره ټکر لري او ترې مخالفه ده که څه هم ددې فرضيو دڅيړنو کار اوس هم پاتې دى خو اوس داسې وخت راغلى چې دليک پيژندنى علم او پوهه ديوې نوى زاويي څخه وليدل شي .

د ليکونکي لاسليک( امضا)
د ليک پيژندنې علم دپوهانو په اند دليکونکى لاسليک دهغه د داخلي احساساتو خيالاتو او جذباتو ترجمان دى په ښوونځي کې مونږ ته دتهجي حروفو زده کړه کيږي خو د لاسليک زده کړه هيڅوک هم نه کوي لاسليک سل فيصده دليکونکى د ذات ترجمان وي او دا بيله خبره ده چې ليکونکى يا مونږ دخپل لاسليک د زده کړي لپاره ډير تمرين او مشق کوو.

که څه هم ژوند دلاسليک پر بدلون سره تيريږي خو ددې اساسي بنسټ پورې ليکونکى هيڅکله په يو ډول دوه لاسليکه نشي کولاى که چيرې يو وکيل په عدالت او محکمه کې سل فيصده يو ډول دوه لاسليکه وکړي نو عدالت او محکمه بۀ يې جعلى وگڼي.

نن ورځ په نړۍ کې دليکونکى لاسليک دليکونکى دذات نمايندگي کوي که ديو قاضى لاسليک يو چاته دعمر قيد سزا ورکولى شي نو دهغه همدا لاسليک د دار دسختۍ څخه هم ژغورلى شي يو لاسليک يو فالتو کاغذ څخه قيمتى او ارزښتمن چيک جوړولى شي يو لاسليک د دوه کسو يو سړى او يوې ښځې دنکاح رشته سره تړلى شي همدا لاسليک ميلياردونو پيسو تړونونه او معاهدې يقيني کوي يو لاسليک نوي زره پوځيان تسليمۍ ته اړ کوي يا يو هېواد دوه ټوټي کوي فکر وکړئ که لاسليک نه وي نو دا دنيا او نړۍ به څنگه وي ؟ دلاسليک لومړنى حرف او ټکى له نورو څخه لوى وي ددې څخه ځان غوښتنه معلوميږي که چيرې په لاسليک کې لومړنى او دوهم ټکى يا نوم يو ډ ول وو نو ترى معلوميږي ليکونکى شخص متوازن اخلاصمن او امن غوښتونکى دى.

په لاسليک کې زياتوالى لکه کامه ، نقطه. يا کوم ستورى داخبره څرگنده وي چې ليکونکى خپل لاسليک پوره نه گڼي او دغه زياتوالى دلاسليک برخه وه چې نوموړې ليکونکى يې خيال ساتي . دنامتو ليک پيژندونکو وين دعوى ده چې هغوى دليک دتجزيې پر مهال دڅو اصولو سره سره ذاتي ادراک او مشاهده هم په کار راولي ، هغه پوهان وايي چې پر ليک ځانگړي غور ، فکر او دليک دخواصو د اداراک څخه هر عقل من شخص يوې نه يوې نکتى او نتيجې ته رسيږي .

دليک له لارې د ناروغتياوو پيژندنه
١- پارکنس : په دې مرض اخته ليکونکى ډير کرار او ورو ليکل کوي او کوچنى ټکى با حروف ليکي.

٢- هننټکټن : که ليکونکى په دې مرض اخته وي نو ليک يې سره يو والى نه لري يعنې هم اهنگ نه وي د نوموړى ليکونکى په ليک کې يووالى نه وي دقلم يا پنسل دنښو اوږدوالى او لنډوالى يو ډول نه وي .

٣_شيزوفياينيا : پردې مرض اخته ليکونکى دليکلو پر مهال دلاسونو حرکت يې يو ډول نه وي دليک دنښو او قلم چلولو په وخت کې ډير وخت نيسي .

۴- الزاډيمرډيمنشا : پردې مرض اخته ليکونکى دليکلو پر مهال دقت محسوي د يوې صفحې تر ليکلو څخه وروسته په تيزوالى کې غير ارادي زياتوالى او کموالى پېښيږي .
۵- ملټى پل اسکليروسس پردى مرض اخه ليکونکى کې دليک پر مهال په تيزوالى کې کمښت پېښيږي او دليک په نښو او کرښو کې هم توپيرى څرگندوي .

د ليکونکى ښکلى او زړه پورې ليک (خو شخط) که څه ليک پيژندونکو دليک پخوانۍ طريقې اولارې اوس هم سهى گڼلي دي خو داخبره سمه وه چې خلک دچا ليک گورى ورته معلوميږي چې څو ځله په امتحاني پرچوکى يو ډول زده کوونکى ته مختلفې نمرې ورکول شوى صرف په دې علت چې ديو زده کوونکى ليک ښکلى او دبل ليک ښکلى نه دى .

نو ښه خبره داده چې ليکونکى خپل ليک ښکلى کړى دليکلى ليک لپاره ضروري ده چې دلاسونو دغير ضرروى حرکتونو او خوزښتو او په دماغ کې دبې ځايه شور څخه ځان لري وساتي ځکه چې دجسم حياتي ميخانکي نظام (دماغ )هغه برخه کنترولوى چې داعلى اکتسابي صلاحيتونو مجموعه ده که چيرې په دې کې څه شور ماشور پيدا شي نو ددې اغيز پر ليک کيږي دخطاطان دمټ او لاسونه پوره په واک کې ساتي او دلاسونو په معمولي حرکتونو ته هم جدى پام کوي ښه خطاطان دمټ لاس او دگوتو حرکتونه څاري چې چټک حرکت کوي او نه ورو د نفسياتو پوهان (ارواپوهان ) دښه او ښکلى ليک يوه زاويه دا هم ده چې دليک دنښو او کرښو په تيزولى له واره بدلون بايد پيدا شي په تيزوالي کې ډير والى او کموالى ليک خرابوي دښکلى ليک لپاره تل يو والى اهم اهنگ والى شي او بالاخره قلم چې ډير ارام حالت کې نيول اچول په کار دى .

پاى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx