افغانستانسولې اړوند خبرونه

سکاټ مېلر: د دوحې تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» وایي، د طالبانو-امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.

میلر چې نن یې په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده چې د امریکا د مشرتابه له پرېکړې سره سم به د نوي کال د لومړي میاشتې تر نیمايي پورې به دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راټيټ کړل شي.

میلر زیاته کړې، چې تر دې وړاندې دوی د خپلو عسکرو شمېر ۴۵۰۰ ته راټيټ کړی و.

نوموړي ددې تر څنګ طالبان د جګړې په زیاتولو تورن کړل او له هغوی يې وغوښتل چې جګړه راکمه کړي؛ ځکه دده له قوله، په جګړه کې افغانان ستره بیه پرې کوي.

نوموړي د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت د ښې استفادې وړاندیز وکړ او تر څنګ یې ادعا وکړه، چې دوی له دولتي عسکرو خپل ملاتړ روان ساتي او د هغوی روزنې او ملاتړ ته ژمنتیا لري.

میلر د طالبانو د اووه زره بندیانو د خلاصون د غوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا د افغانانو په پرېکړو پورې اړه لري چې د دواړو لورو مذاکراتي ټيمونه یې په اړه خبرې کولای شي.

د میلر له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په اساس باید د څوارلس میاشتو دننه (د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې) ټول بهرني عسکر له افغانستانه ووځي.

د امریکا اوسني ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» چې د واک موده يې په پای ته رسېدو ده؛ پرېکړه کړې، چې افغانستان کې د عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټ کړي.

ورته مهال داسې راپورونه هم شته، چې ښيي د امریکا د تازه ټاکل شوي ولسمشر «جوبایډن» ټیم له ټرمپ غوښتي چې د افغان سولې پروسه چټکه او د نوي ولسمشر تر راتګ پورې نهایي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx