شعـــــرونه

مسلمان غريب اوبال دی/ قمري

استاد لطیف الله قمري

که کېدلی شي راستون شه
نړۍ ډېره بې مزې ده
اسلاميت اوبو اخستی
د وحشت اخري حد دی
انسانيت نه مې زړه تور دی
د نفرت اخري حد دی
امتيان دې وحشيان شوي
د انسان په وينو پايي
اقتصاد نه ناخبره
د جهاد نه ناخبره
مدنيت نه ناخبره
د الفت نه ناخبره
په نفرت باندې وياړمن دي
په وحشت باندې وياړمن دي
په فساد باندې وياړمن دي
په فحشا کې لتاړ شوي
د غيرت نه ناخبره
که عيسی رالېږې زر شه
که مهدي رالېږې زر شه
د قيامت نه بدتر حال دی
مسلمان غريب اوبال دی
حاکمان يې داړمار دي
مفسدين دي غلامان دي
بې رحمۍ اخري حد دی
بې رخۍ اخري حد
له فساده نفرت نشته
که راځې همدا دې وخت دی
هله زر شه هله زر شه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx