افغانستان

د کابل مذاکراتي پلاوی له قطره راستنېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل مذاکراتي ټیم چې له طالبانو سره د خبرو اترو په موخه دوحې ته تللی و؛ د سلا مشورو په پلمه بیرته کابل ته راستنېږي.

د کابل مذاکراتي ټیم غړې «حبیبه سرابي» وایي، مذاکراتي ټيم د خبرو د پاتې برخې په اړه د مشورو کولو په هدف کابل ته راستنېږي، تر څو پاتې مذاکرات په چټک ډول په مخ ولاړ شي.

کابل ته د مذاکراتي ټيم د سفر خبرونه وروسته له هغه دي، چې له اوږده ځنډ وروسته دواړو لورو د ناستو په یوه ۲۱ ماده لرونکي طرزالعمل باندې هوکړه وکړه او د اجنډا په اړه یې بحثونه پيل کړل.

د طرزالعمل په اړه تر موافقې وروسته دواړه لورو د مذاکراتو د اجنډا موضوعات مشخص کړل او د لا مشورو په هدف یې شل ورځنۍ وقفه واخیسته.

په قطر کې مذاکراتي ټیمونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، چې د روانې میاشتې په ۱۴ نېټه به وقفه پیلېږي او نوي کال د جنوري د میاشتې په پنځمه نېټه به مذاکرات بیا ځلې شروع کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x