افغانستان

لغمان او ننګرهار کې اتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې توپچي برید او د ځمکني ماین چاودنې اتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

نن له غرمې وروسته د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند «زاوی» نومي سیمه کې د ولسي وګړو یو سراچه ډوله موټر د سړک غاړې ماین ته برابر شوی، چې له امله یې موټر تخریب او پکې ناست څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي.

ورته مهال د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ د جګړې په مهال د هاوان مرمۍ د ملکي وګړو پرکورنو لګېدلې.

که څه هم څرګنده نه ده چې توپچي برید د جګړې د کوم لوري لخوا شوی؛ خو پېښه د علیشنګ ولسوالۍ اړوند «اسلام اباد» نومي کلي کې رامنځته شوې او له امله یې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ولسي وګړي ټپيان دي.

دا په داسې حال کې چې تېره شپه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولتي چورلکو بمبار دیارلس تنه ولسي وګړي وژلي و او کورونه یې تخریب کړي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x