نظــر

کابله همدا دې قسمت شو؛ دوست اسلام اباد او دښمن طالب!

استاد محمد زمان مزمل

له حریفانو تش کابل:
بلا اوږده زمانه شوه چې په کابل کې د پاکستان دوست او دښمن چې کابل ته راشي د پاکستان له دښمنۍ یې پیل کوي.

موږ د سیاست په حاشیه کې روان چې د خپل هېواد ربړې او مشکلات په صحیح طریقه نشو درک کولای زموږ عقل او سیاسي ايډیال
همدا پروپاګندې ډکوي او پالي.

هغه وخت چې د ببرک ځدران لمسي له مجبوریت پینډۍ ته ولاړ هغه په هماغه اول ماښام کې ځایې واکمنانو ته وویل:
چې زه مجبوریت دلته راوستلی یم د وطن سپکه نشم زغملی چې زه یم زما په مخکې د کابل سپکه مه وایې.

وای! له هغو چې دا پنځوس کاله په کابل کې یو د بل پسې په غیر ملي او غیر شرعي طریقه راځي او د کابل په داخل کې یې دغسې کردار ادا نکړ چې موږ پکې د تهران او اسلام اباد حریفان شو ددې په زور هغه څوک پوهېږي چې په تورخم کې چوکې خوري او په تهران کې یې د سوي موټر دننه خلک د دنیایې دوزخ فلم ګوري.

زموږ د هېواد لوی مشکل دا دی چې حکومتونه پکې په یوه رښتینې جامع ملي طریقه جوړ نشو، نه یې په پینډۍ کې مشورتي پتمنه وه، نه یې ګورنر هاوس، نه یې جبل السراج معاهده او نه یې تر ټولو بدنام بن.

زموږ د افغانانو د بې حریفه سیاست ریښې پدې کې دي چې موږ پخپلو کې تقسیم شو بد تقسیم شو او د همسایګانو په لمسه.

تقسیم شوو پکې هغه د ببرک د لمسي غرور نه درلود او پیدا یې نکړ ځکه خو په خپلو کې جنګېږو آن که شوروي او امریکا وځي هم، بیا به هم پخپلو کې جنګېږو.

دا پکې د بې ننګۍ بل خړ سهار:
په یو روایت څلویښت کاله او په بل روایت شل کاله شول چې ځینې د افغانستان داخلي جګړه، د پاکستان مداخله او نیمه ګونګیان پکې کله کله غږ کړي چې د ایران تر پاکستان زیات هم ده.

ښاغلي حامد کرزي بار بار نعرې وهلې چې زه د طالب ورونو سره غږېږم مګر ادرس یې نشته او د حامد کرزي له مهاله چې خپله حامد کرزی پکې په تدریج د امریکا په سیاسي حریف بدل شو د هغه همدا سوچ وه چې طالب پاکستان رالېږي د قضیې حل هلته ده.

د پاکستان په اړه د کرزي دا جدي تهمتونه په امریکایانو ښه نه لګېدل او هغه جناب ته امریکایانو په صراحت وویل:
چې کابل تر اسلام اباد پنځوس درجې شاته دی.
حامد کرزي نیمه خبر درک کړه او نیمه یې علاج کړه هغه همدا چې موږ وکړه او علاج یې همدا چې د امریکا او پاکستان سره په سیاسي شخړه کې ولوېد.

په دویم پړاو کې چې اشرف غني راغی او بیا دویم ځلې راغی پدې پړاو کې طالب تر کابل مخکښ شو پدې معنا چې کابل د طالب سره د سولې او خبرو چانس پیدا نکړ یا یې د طالب د مخالفت له امله چې  قوي ده او یا دوئ د سیاسي لابي د کمزورۍ له مخې چې ددوی په خبرو کې طالب مشرانو ته قوي پیغام نه وه پدې معنا چې طالب کابل ته ویلي وای موږ سره خبره جوړه کړئ امریکایان پخپله ځي خو طالب تر کابل مخکې شو او د خپلې دښمنې امریکا سره یې خبره جوړه کړه چې دا په حقیقت کې د کابل د ستونزو اتیا سلنه حل له ځان سره لري خو پدې شرط چې کابلیان د ملت سوچ ولري نه د ارګ.
دا چې طالبان له امریکایانو سره د تړون وروسته په قطر کې له کابل پلاوي سره د مذاکراتو لپاره کېناستل دا پکې د کابل اوله هوښیاري وه چې یو هیئت او محدود هیئت د افغانستان ملت په استازیتوب طالب سره مذاکراتو ته ولاړ ولې هېچا جدي رد نکړ.

ولې دا چې دې هیئت له ځان سره لکه د کوژدن د کالیو له ارګه ریخکۍ وړې وې او د خپل واک په ځای یې له ارګ نه فرمائشات وړي وه ځکه خو  د جنجال حل خپله په بل جنجال بدل شو.

یوه چې پکې رښتیا یې ووایو او د طالب پر پړه د غږېدو مخکې یې ووایو هغه دا چې کیدای شي د کابل استازو په قطر کې د سولې ادبیات او د یو ملي لوی بحران د حل فرض تهذیب مراعت کړی وي ،ولې تر شا د کابل د مشرانو په لهجه او خبرو او د ځینو په روایت آن په سیاست کې ډېر ترخه او ډېر ستوغ ادبیات استعمال شول چې دا خپله پر ملت، پر بین المللي ټولنه او پر امریکا خپل بد اغیز لري.

چې بېرته د مطالبو راټولولو ته وروګرځو نو د سیاست په زاویه کې د کابل مشرانو له چلند او اظهاراتو ښکاري چې هغوی د افغانستان د قضیې د حل په ځای غواړي له پاکستان سره معاملې ته ولاړ شي، معامله چې کیدای شي زموږ تاریخ بد خونده کړي ولې حل به ابداً پکې نه وي.

کابله همدا دې قسمت شو:
د مشرانو هڅې ټاکونکي وي باید مشران ډېر محتاط وي څه طالب وي او څه د کابل مشران وي.

د افغانستان قضیه پداسې مسیر کې روانول چې طالب پکې دښمن پاتې شي او موږ پکې له اسلام اباد سره دوستۍ ته ولاړ شو دا هغه وروستۍ کمیډي کړۍ ددغه بدغوني سیاسي فلم ده چې په هره لسیزه کې یو ځل موږ له اطاق نه برنډې ته وباسي او له باران نه مو ناوې ته دروي.

هر څوک چې فکر کوي چې د افغانستان قضیه به د طالب له مشارکت او موافقت پرته حل شي د هغې معنا به دا وي چې موږ به نیم افغانستان لا وختي په ګاونډیانو پلورلی وي.

یو سیاسي متحد افغانستان د افغانستان د پیچیده قضیې کيلي له ځان سره لري.

خدای دې دا خړ سهار نه راولي چې کابل او اسلام اباد په یوه دوست صف کې د افغانستان له خلکو سره وجنګېږي او طالبان هم باید پوه شي چې د سیاست په دنیا کې د متن او حاشیې مسائل ګډول دا به پخپله د حل په ځای حریفان معاملو ته تشویق او په چانسونو ونازوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دروغجن د خدای دښمن دی. زه د ښاغلی محترم محمد زمان مزمّل مسنون لباس او سپینی ږیری او معصومانه څېرې ته د زړه له کومی درناوی لرم خو دا اعتراف هم کوم چی:
تر یو ځایه د هری لیکنی د تحلیل او فهم توان لرم خو د مزمّل صاحب د ډیرو لیکنو د فهم څخه ناتوان یم ځکه د لیکنو د تفهیم عنصر ئې ډیر پېچلی دی.

غوربندي

مزمل صاحب تاسو نباید مطلق العنان ګوډاګیانو ته د سیاسيونو په سترګه وګوری او بیا تمه ترې وساتی تر څو له پاکستان سره معامله ونکړي. تاسو په ورته وخت کې له طالبانو دا تمه مه لری تر څو مطلق العنان ګوډاګیانو ته د یوه سیال او وطنپالونکي جهت په سترګه وګوري او په همدې بنا ورسره تعامل وکړي. تاسو اصل کې د ماضی غلطیانو ویرولي یاست ځکه نن طالب ته د انعطاف مشورې ورکوی،، ستاسو ستونزه په ماضی کې تعدد او عدم وحدت وه،،، او ټولې خرابی له همدې سببه وې،،، نن تعدد او پاشلی صف نشته،،، او تر کومه… نور لوستل »

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
اصل خبر دي وکړ.
بارک الله فیک و جزاک الله خیراً. الله تعالى خپل امداد وانخلى او د افغان مسلمان ولس توكل د هغه قدير او متعال ذات نه په غير، بل هیڅ چا ته نوي. آمین
توکل علی الحی الذی لایموت

غمی،پښتین

غوربندی ته،
غوربند دره کی مو یوه بی ګناه ماشومه نجلی په دا ګناه سنګسار کړه چه کلنیک ته تللی وه،تاسو ته دا سنګسار هم په ځای کار ښکاری، نجیب مو په دار وځړاوه خو د هغه ملګریو څخه طالیبانو د درواغو اخندان جوړ کړل،توپونه،ټانکونه ،راکټونه یی په چلول،
دا هم په ځای کار وه؟
دا ځانمرګی،ماینونه،دا هم په ځای کار دی؟
چوکی ته رسیدل مو هدف،په مخه کی چه کوم خنډ درځی د هغه له منځه وړل په ځای کار درته ښکاری،
ستاسو چوکی ته رسیدل هدف، او دولت کسان چوکی پاتی کیدل هدف،

غوربندی

غېمی ته

تا ولا د خپل شخوند لپاره یو څه نوي مواد پیدا کړه،،

دا ژاولې دې دا شل کاله وژوولې خو څوک دې پر ځان خطا او بالا نکړل.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx