نظــر

د زیاتې خوشحالۍ له کبله مې سترګې له اوښکو ډکې شوي

احمدالله خالد

د ژوند په بیلابیلو پړاونو، ټیټو، لوړو او ژورو کې د خوشحالۍ احساس داسې حد ته نیم رسولی،  چې سترګي مې د خوشحالۍ له لاسه اوښکې وکړي، اما نن له هغه ساعت سره د ورځې په ۲۵: ۳ بجې پینځه ویشت بالا مخامخ شوم،  د ماسپښین له جومات څخه د کور په لور روان شوم، عادت مې وې اکثره وخت نیم ساعت مطبوعات څارم، چې څه پیښ شوې، لومړی مې د فیسبوک فردي ته سترګې ورغبرګې کړې چې لومړي پوسټ مې د کندهار میشت ازاد خبریال صدیق الله افغان ولید چې لیکلې یې ول:
د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کي د محلي پولیسو قوماندان شمس الله اڅګزی په یوه برید کي ووژل سو.

هغه له پولیسو سره خپل منځي نښته کړې.
فکر مې وکړ، چې خامخا به یو نقشه لرې، څنګه یې له مړنې وروسته هغه انځور خپور شو، چې د کندهار له پخوانې وژل شوې امنیه قومندان رازق سره په څنګ کې اخیستل شوی خپور کړی دی.

لږ کښته فیسبوک کې وګرځیدلم ټول فیسبوک شمسک شمسک دی، د شمسک نوم مې له وخته په ذهن کې ځای نیولی ولو، چې په ظلم کې اوج او عروج ته رسیدلی ولو، سملاسې لوړ ولاړم فیسبوک کې مې هغه اولنی خبر دوم واري وکتی، چې صدیق الله افغان خپور کړی ولو، نو مې هغه شک ختم شو، چې ماول خامخا به یو نقشه لري

چې له مړینې وروسته یې هغه انځور خپور شو چې له پخوانې امنیه قومندان سره یې په څنګ کې اخیستی دي، نو پوه شوم چې هغه ظالم خو هم الله تعلی د یو ظلم پورته کیدو په سبب ورک کړ شمسک د هغه ظالم قومندان له نژدې ملګرو څخه یو ملګری  بلل کیدی.

‏خو اصلا خبره لږ وروسته معلومه شوه، چې د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویتر، د شمس الله اڅګزي له هغه انځور سره، چې له پخوانې وژل سوې امنیه قومندان رازق سره  یې اخیستی ولو داسې لیکلې ول:

“دکندهارولایت دژړۍولسوالۍمرکزکې نن غرمه د یادې ولسوالۍاړوند دګڼوپوستوفعال قومندان اوددې ولسوالۍپخوانی امنیه قومندان شمسک داسلامي امارت دیوه تن نفوذي مجاهدلخوادیوه ځانګړي تاکتیک په کارولوسره ځای پرځای ووژل شو؛ د یادولوده چي نوموړي په وحشي کړونو اوظلمونوکي ډیرشهرت درلود ”
هم دا سبب ولو چې له خوشحالۍ مې له سترګو رڼې اوښکې ولاړي.

د ظلم نمونه:
په یوه وچه دښته کې یوه توره خیمه ولاړه د یو سپین ژری بابا، یوه یې حجاڼۍ او دوه دري یې واړه بچیان دي دلته د ژوند شپې او ورځې صبا کوې، له خپل پلارګني وطن څخه د شمسک د ظلمونو له کبله ورک شویدي، څه وخت مخکې یې قومندان شمسک دوه زامن ژوندې ورک کړل چې نوم یې د ژوندو دی له پلار او مور څخه یې د ژوند او مرګ درک ورک دی.

د شمسک پلار یو چا ووژی ، کله چي په اول ځل شمسک د میوند ولسوالۍ د اربکیانو قومندان سو د هغه کس کور ته ورغلی او د هغې کورنۍ څو تنه کوچني حافظان او طالبان چي د مدرسې څخه راغلي وه هغوی یې ټول په شهادت ورسول.

او داسې یې ډېر ظلمونه وکړل، د اختر په ورځ تقریباً ۸ تنه کوچیان د خپلو قریبانو د اختر مبارکۍ ته ورغلي ول، چي د شمسک لخوا د ژړۍ ولسوالۍ په سنګحصار سیمه کي په شهادت ورسول سول او په یوه ویاله کي یې جسدونه وغورځول او نور داسې

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

الحمدالله.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx