افغانستان

بدخشان کې د سختې یخنۍ له کبله ۴ سرحدي پولیس مړه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د بدخشان ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې د سختې یخنۍ له کبله د ۴ سرحدي پولیسو د مړینې خبر ورکوي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناء الله روحاني وايي، اشکاشم ولسوالۍ د څلورم کنډک ۴ تنه سرحدي پولیس چې درې ورځې مخکې د شهداء ولسوالۍ له «آغرده» لارې څخه اشکاشم ولسوالۍ ته روان وو، د لارې په اوږدو کې د واورین توفان له کبله بې درکه شوي وو.

نوموړی زیاتوي، له درې ورځو لټون وروسته ددغو سرحدي پولیسو مړي تر واورو لاندې موندل شوي، چې د سختې یخنۍ له کبله یې ساه ورکړې وه.

د هېواد په شمال ختیځ کې پروت د بدخشان ولایت چې د ژمي په موسم کې په واورو پوښلی وي، وخت ناوخته ورڅخه د واورینو توفانونو له کبله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx