افغانستان

پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینت د «لغو» کولو پرېکړه بیرته اخیستې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د خلکو له پراخ مخالفت وروسته پوهنې وزارت  د اسلامي تعلیماتو معینیت «لغو» کولو پرېکړې څخه شا ګرځولې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن د دوشنبې په ورځ د پوهنې وزارت لخوا رسنیو ته استول شوې، راغلي د پوهنې وزارت د سرپرستې د وړاندیز او ولسمشرۍ ماڼۍ له منظورۍ وروسته د اسلامي تعلیماتو معینیت بیرته فعال کړی دی.

یاد وزارت څه موده وړاندې اعلان کړی ؤ، چې د اسلامي تعلیماتو معینیت یې د پوهنې وزارت له یوې بلې برخې سره یوځای کړی او په عمومي ریاست بدل کړی دی.

د پوهنې وزارت دغې «جنجالي» پرېکړې په هېواد کې د خلکو زیات غبرګونونه راوپارول آن د ولسي جرګې د وکیلانو مخالفتونو سره مخ شول، چې له امله یې دغه وزارت له خپلې پرېکړې څخه په شا کېدو ته مجبوره شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

ایا اوس هم
اشرف غنی دیورندفروش بابا
مسلمان ده ؟؟؟
داسلامی تعلیماتو معنیت لری کول سه معنی لری ؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx