نړۍ

روسیه د مزائیلو پردوو پرمخ تللو سیسټمونو باندی کارکوی

Russian_are_making_advance_misiles(نن ټکی اسیا اګست ۲۰۱۱/۱۰) مسکو: دروسیی دهوایی ځواکونو لوی قومندان سکندر زیلین دتیري سه شنبي په ورځ دیوي غونډي پر وخت وویل چي هیواد یی دهوایی مدافع دوه پرمخ تللی سیسټومونه ترکارلاندی نیولوی، نوموړي زیاته کړه،  دغه کاریی دهیواد دراتلونکي دفاع اوضرورتونو له کبله پیل کړی دي.

دواړه هوایی دفاعي سیسټمونه چي یی دلنډي فاصله ۵ کیلومټره پوري هدف په نښه کوي اوبل یی اوږد هدفه سیسټم دي چي له پخواني جوړشوي سیسټم آس ۳۰۰  په پرتله ډیر جدید اوپرمختلل سیسټم دي.

زیلین زیاته کړه دواړه ترلاس لاندي سیسټمونه پرمزایلوباندي مشتمل دي چي یو دلنډي فاصلي اوبل یی داوږدي فاصلي لپاره جوړیږي، دلنډي فاصلۍ لپاره چی کوم مزائیل جوړیږي مارفي نومیږي ۵ کیلومټره پوري هدف ولي اوله ځآنه سره هررنګه وسله اوسرګلوله انتقالولي شي، دوهم مزائیل سیسټم چي له پخوا څخه جوړشوی دمزائیل آس ۳۰۰ چي له مخکي لا دروسیی له هوایی ځواکونو سره ورسره ده، ورباندي نور کارکیږي اوڅو چنده به له پخواني جوړشوی مزائیل سیسټم  آس ۳۰۰ څخه بهتره اوغوره وي، نوموړی زیاته کړه دغه دمزائیلو ډیر مختللی اونوي سیسټم وي چي په یوه وخت کي د آس ۳۰۰ په مقابل کي نوي جوړ شوی  (ویتیاز مزائیل سیسټم) ۱۶ توغندي فایرکوي.

نوموړي زیاته کړه له دی سره سره دروسیی دالوتکو دجوړولو شرکت  دداسي جاسوسي اوجنګي الوتکوپه جوړولو ته لاس اچولي دي چي ترډیره وخته پوري به په هوا کي الوتنه کولای شي، نوموړی وویل ددغو الوتکو کارپه بیړه سره روان دي   ډیرژر به دهیواد دهوایی ځواکونو په واک کي ورکول شي.

دغه الوتکه چي A-100 نوم لري او د BS 90 ډوله  ماشینان  به پکښي نسب وی له  A-50 الوتکي چي له پخوا څخه یی دروسیی هوایی ځواکونه په واک کي لري ډیر توپیرلري.

دروسیی دفاعي چارواکي وایی نوي جوړیدونکي الوتکه له دی سره سره چي دهیواد دفضایی حریم ساتنه به کوي، په ځمکنیو عملیاتوکي هم فعاله برخه درلودلی شي.

دروسیی دهوایی ځواکونو سترقومندان زیلین وویل په پام کي لري چي ترلاس لاندي الوتکي اومزائیلو کاربه کال ۲۰۱۶ پوري پای ته ورسیږي، خو اړونده شرکتونه کوښښ کوي چي له ټآکل شوی مودي څخه مخکي یی جوړي کړي او دهیواد دځواکونو په واک کي یی ورکړي.

بخت الرحمن بخت ………. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x