نظــر

انتخاباتي فضائح – حبيب مجاهد

داسي ښکاري لکه دموکراسي چې په بدو اوښتي وي،په هیواد کې د انتخاباتو له پروسې داسې رخیړی جوړ شوی چې اوس یی هیڅوک هم په علاج نه پوهیږي،دموکراسۍ داسې نادرې وکړې چې پخوا مو شاید له هیڅ نظامه نه وي اوریدلې،له وړمې ورځې راهیسې چې دانتخاباتو لومړی پایلي اعلان شوي په سرلوړي هیواد کې دداسې فضائحو بازار لګیدلی دی چې نړۍ یې په ځان پورې وخندوله، هغوی چې ځانونه تکنوکراتان، فن سالاران، په خبره پوه، مفکرین  څه او څه بلل اوس یې داسې نخرو ته مخه کړې چې د سرلوړي وطن آبرو ته یي ګواښ پیښ کړی دی، مګر ددې فضائحو نړیوال او هیوادني نندارچیان  باید د دموکراسۍ شرمیدلي او افغانستان سره بیل کړي، د دموکراسۍ د پست فطرتو کړنې باید افغانستان راجع نه کړي،افغانستان له دوی څخه بیزاره دی، او دوی په خپل تندي د شرم تور داغونه بولي.
په لاندې کرښو کې هغه فضائحو، نوادرو او عجایبو ته اشاره کوو چې په تیرو څو ورځو کې د تکنوکراتانو په واکمنۍ کې پیښې شوي او بهیر یي لا هم جریان لري.

د کرزي تصویر که د بزکشۍ خوسی

دافغانستان دمعاصرې دموکراسۍ د پلار، منتخب ولسمشر!  او دافغانستان د جورج واشنګټن حامدکرزي له هغه انځور څخه چې ددموکراسۍ په لویه تصمیم خانه  دلویې جرګې کیږدۍ کې لګول شوی و، دا دوه ورځې کیږي چې دبُزکشۍ خوسکی  جوړ شوی دی.
د سه شنبې په ورځ چې د ډاکټر عبدالله قهریدلي پلویان په دې جرمنۍ خیمه ورننوتل، په داسې حال کې چې مشرانو یي ننداره کوله د همګرایي د ډلې کشرانو د کرزي په انځور برید ښخ کړ، د کرزي انځور چې دا دیارلس کاله ددې خیمې په سټیج ځوړند و، را ویي شلاوو ، وروسته یي په ځمکه لګدمال کړ،  د بدرد او ښکنځلو په بدرګه یي وشلاوو ، او په ځای یي د عبدالله انځور ولګاوو ، زعامت او زعیم په هر نظام کې ځانګړی مقام اوحیثیت لري، د زعامت حریم په هر ډول نظام کې خوندي او محرم بلل شوی چې ماتیدل یي اشد جرم بلل کیږي، په کوم نظام کې چې د نظام د لومړي کس هغه چې دیارلس کاله یي نظام چلولی حرمت خوندي نه وي هغه به بل عادي او معمولي شهروند ته څرنګه سر ، مال او عزت ورخوندي کړي، کوم مشر چې خپل عزت نه شي ساتلی،خپله آبرو یي له ګواښ سره مخامخ وي او د بازار او کوڅې هر اوباش کولای شي تر پښو یي لاندې کړي، هغه به په کومو سترګو د یو ستر هیواد او لوی ملت د ناموس او ابرو ساتلو دعوه کوي.
له دې پیښې وروسته مازدیګر مهال د احمدضیاء مسعود زوی دلویي جرګې خیمې ته لاړ او یوځل بیا یي دکرزي انځور دجرګې په خیمه کې سریښ کړ، مګر ماښام مهال بیا په عادي جامو کې څوکسان چې تفنګچې یي په لاس  کې وي د جرګې خیمې ته ننوتل او کرزی یوځل بیا تر بوټانو لاندې لګدمال شو، تراوسه خو د دموکرات خیلو د زعیم انځور لکه د بزکشۍ خوسکی ریتي ریتاړې د جرګې په غولي پروت دی، معلومه نه ده چې د حامدکرزي ددې سمبولیک انځور راتلونکی برخلیک به  څه وي؟

یو ارګ دری دعوه داران

د دموکرات خیلو په پاچاهي کې همدا اوس دری کسان دیوه ارګ د څوکۍ دعوه لري، حامدکرزی خو ددې څوکۍ د ذوالید ملکیت خاوند دی معلومه نه ده چې پریږدي یي او کنه ، اشرف غني وایي ماګټلې ده، خو هوښیاران وایي چې که خبره د حقدارۍ شي نو تراشرف غني  ضیاء الحق امرخیل ډير مستحق دی، ځکه هرڅوک پوهیږي چې :زور لالا است که انګور در تاکها است ، اشرف غني که ګټلی په تیرو انتخاباتو کې به یي ګټلي وای، پخوانیو به ویل : تورې به لالا وهي مړۍ به عبدالله وهي، مګر دلته چې دعبدالله په ځای اشرف غني د ولسمشرۍ مړۍ وهي د ظلم د پاسه ظلم یي بللی شو، حق باید په حقدار ( امرخېل) ته ورسیږي.
د ارګ د حقدارۍ دریم دعوه دار عبدالله عبدالله دی، خونوموړي پرون وښوده چې دارګ دودانۍ نه بلکې دولسمشرۍ د څوکۍ عاشق دی، نوموړي وویل ارګ دومره مهم نه دی، هغه څلوردیوالونه لري او بس ، نوموړي په دې سره وښودله چې راتلونکی اعلانیدونکی حکومت به یي له ارګ څخه بهر وي، معلومه نه ده چې نوموړی به چیرې د ولسمشرۍ مقام، دوزیرانو شورا، پارلمان او قضایه قوه داېروي، په کابل کې خو دهمدې ټولو تشکیلاتو لپاره یوازې یوه یوه ودانۍ جوړه شوې ده، چې په هغه کې د حامدکرزي وزیران ناست دي،که ډاکټر عبدالله حکومت اعلانوي نو ترمخ یي باید د ځای او مسکن غم وخوري، ځکه ژرنده  د سوال  په اوبو نه چلیږي او نه دکرایې په حویلیو کې حکومت کیدلای شي،او که نوموړی یوځل بیا هماغه کانتینري حکومت جوړوي دا بیابیله خبره ده .

والي چې  رئیس جمهور یي عزل کړ

دبلخ والي پرون په یوه اعلامیه کې  حامدکرزی له ټول دولت سره معزول اعلان کړی او دعبدالله عبدالله په مشرۍ  حکومت  چې  دمنطقیانو په اصطلاح تراوسه په مرتبه د عقل هیولاني کې دی په رسمیت یي وپیژاند.
عطامحمد نور وویل چې نوموړی سر له همدې شیبې د عبدالله د حکومت والي دی او دهغه اتباع ته ځان ژمن بولي، داسې ښکاري لکه  حامدکرزی هم چې دډاکټر نجیب په لار روان وي د ډاکټر نجیب خلاف هم لومړی داخلي بغاوت له مزار شریف څخه جنرال مؤمن او دوستم پیل کړ، عطامحمد نور لومړنی سړی و چې له جنرال مؤمن سره ملګری شو، اوس چې عطامحمد نور بیا دکرزي په مقابل کې دبغاوت غږ کړی خو کرزی هیڅ عکس العمل نه ښيي ځینوته دا پیښې د تاریخ تکرار ښکاري.
د عطامحمد نور غوندې د عبدالله عبدالله مرستیال  محمد محقق هم په یوه اعلامیه کې د افغانستان له خلکو مننه کړې چې دوی یي د پاچاهۍ لپاره انتخاب کړل، محقق ویلي چې دخلکو ددې احسان حق به اداء کړي او له فساده پاک  حکومت به جوړ کړي، محقق په دې سره خپل هغه نیت چې د جلا حکومت جوړولو په اړه یي لري ښکاره کړی دی، په یوه سایټ کې مې دمحقق تراعلامیه لاندې د یوه شوخ انلاین مبصر تبصره ولیده چې ماته یي طنز جالب ښکاره شو.
دغه هراتي مبصر محقق ته په نصیحت کي غالباداسي لیکلي و  :
ترسم نرسي به ارګ ای محقق
این راه که تو میروي به مالستان است
کتونکي وایي د عطامحمد نور لخوا له کرزي څخه د سرکشۍ په غږ کې عجله  او دعبدالله د حکومت  منل په دې خاطر دي چې نوموړی ویریږي که عبدالله  واکمن نه شي شاید د اشرف غني په واکمني کي  یي د بلخ  ولایت له لاسه ووځي، د بلخ د واکمنۍ په سر عطامحمد نور او رشید دوستم دا دوه لسیزې سره په رقابت کي دي او ددې لپاره يي ډير جنګونه هم سره کړي دي، دطالبانو دواکمنۍ تر مهاله  ددې مهم ښار واک د دوستم په لاس کې و مګر دامریکایانو په راتګ سره عطامحمد نور وتوانید چې دوستم له دې سیمې وشړي، دوستم اوس داشرف غني په ټیم کي دی، دغه راز د شمال یو بل قومندان جمعه خان همدرد چې له دوستم سره یي اتحاد کړی څو اونۍ مخکې ویلي و چې  زما او دوستم اختلاف ځیني نامطلوب خلک امپراطوران کړل دده اشاره  عطامحمد نور ته و چې ځان د بلخ امپراطور یا مطلق العنان واکمن بولي.

دموکراسي ده مګر ازمون صیب په کې وهل وخوړل

ازمون صاحب چې لیکوال ، شاعر، د څو سفرنامو خاوند، د پوهنتون استاد او په ټولو مزایاوو سربیره یي بل امتیاز دادی چې دننګرهار پوهنتون له ادبیاتو اول نومره فارغ شوی دی، زه یي له  اشعارو سره مینه لرم ،دده دیو شعر پیچلو استعارو او تشبیهاتو ته اوس هم حیران یم .
(د بڼو څپر کې قاتله اداء خوب وړې ده )
باڼه ، څپر، قتل ،اداء او خوب ډیر نامتجانس  شیان دي مګر د ازمون کمال دی چې ټول یي په  یوه وړه جمله کې پېییلي دي،ازمون د اسمعیل یون، غفور لیوال، پیکار، نعمان دوست ،ومان نیازي، عبدالاحمد محمدیار او نورمحمد لاهو غوندې دطالبانو د واکمنۍ مایه ناز او نازولي شاعران و، دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بل هر دولتي مقام ته بې پوښتنې او تلاشۍ ننوتلای شوای، طالبان غریب خلک و د درویشانو تحفه خو  برګ سبز وي نو طالبانو هم دوی  دخپل وس مطابق په برګ سبز نازول، دطالبانو په ناعلان شوي مطبوعاتي ازادي کي دوی چې څه غوښتل لیکلای یي شوای داسې مورد شاید ونه موندل شي چې کومه ورځ کوم یو چا راګرځولی وي چې ولې دې داسې وکړل یا ولیکل، همدا لامل و چې همدې شاعرانو د طالبانو په مهال دومره شعرونه ، منظومې او اثار ولیکل چې شایدپه تیرو دیارلسو کلونو کي یي نه وي لیکلي.
خوچې دامریکایانو پاچاهي راغله، له ازمون څخه مې هغه مهال خوا بده شوه چې په یوه مرکه  کي دطالبانو په واکمنۍ ډیر بد ولګید، هغه یي د اختناق دوره وبلله، او لیکوالو لپاره ترټولو توره دوره .
الله تعالی وایي ، چې که دنعمت شکر مو اداء کړ  نو دراضافه به یي کړم او که مو ناشکري کړه نو زما عذاب سخت دی.
ازمون صاحب په هغه مرکه کې د طالبانو دحکومت ناشکري کړي وه او په دې توګه یي ځان دعذاب مستحق کړی و زه نه پوهیدم چې دا عذاب به څنګه وي، خو پرون مې واوریدل چې لعل پاچا ازمون  په کابل کې د ډاکټر عبدالله د پلویانو له لوري ډیر سخت وهل شوی دی، تراوسه په روغتون کي دی ، له رسنیو سره یي خبرې نه دی کړي  او له همدې معلومیږي لکه ډیر چې وهل شوي وي ،ازمون داشرف غني فرهنګي مشاور و او که اشرف غني پاچا شي ازمون به د زلمي هیوادمل په څوکۍ کیني ، ازمون چې دده په خبره د اختناق په دوره کې  چاد کټه پیش وار ورباندې نه و کړی، د دموکراسۍ په دوره کې په کابل کې په عام محضر کې داسې ووهل شو، چې تراوسه یي برخلیک ناڅرګند دی، د ازمون مثال د ټولو ناشکره لیکوالو او قلموالو لپاره هغوی چې د عمل په ځای په شعار غولیدلي کافي دی ترڅو ترې عبرت واخلي .

جان کیري د وارداتي دموکراسۍ پیراستامول

په کابل کې د جامعه باز به نوم یوې ورځپاڼې په خپل طنزي مخ  کې د افغانستان دموکراسي د ټاکنیز بحران له امله  مریضه بللې، چې له سختو دردو کړیږي، ورځپاڼې ویلي چې ددې ټولو دردونو لپاره علاج او دوا د امریکا دبهرنیو چارو وزیر دی چې د درد ځپلې دموکراسۍ لپاره د پیراسټامول حیثیت لري.
ویل کیږي چې جان کیري د راتلونکې جمعې په ورځ کابل ته راځي، نن سبا چې کوم څوک د وارداتي دموکراسۍ له بحران څخه شکایت وکړي نو  نور ورته وایي چې هیڅ کیسه نشته  جان کیري را روان دی هرڅه به سم دم شي، او دټولو خولې به وروتړي.
ډاکټر عبدالله هم د جرګې په خیمه کې د خپل موازي حکومت اعلان له دې امله  وځنډاوو چې دده به خبره جان کیري را روان دی او له ده سره یي په ټیلفون خبرې کړي دي،نن سبا له حامدکرزی نیولې بیا تر موافق او معترض کاندید ، تاکنو کمیسیون او صاحب نظرانو پورې  ټول د بحران حل د جان کیري په سفر کې ګوري، دوی هر یو خپل تقدیر ددې لوړقدي  امریکایي دیپلومات په تندي کې لټوي، هر یو فکر کوي چې شاید زما په ګټه به فیصله وکړي، خو معلومه نه ده چې جان کیري به د چا خوا نیسي، اوس نو د تاکنو کمیسیون او درایو صندوقونو اهمیت بایللی ، د ټاکنې له پروسې تبلیغاتي  او تزویري ګټه واخیستل شوه اوس چې په رښتیا د حکومت ټاکلو وخت رارسیدلی نو دا مهم کار له پیله هم دامریکایانو و او بیا به یي هم امریکایان کوي، په حساس پړاو کې د جان کیري مداخله  او داسې د ټولو امیدونو ورپورې تړل کیدل یوازې دا معنی لري، چې  دلته د انتخاب ، انتصاب او عزل  خبره د رایو او ولسي ارادې په بنسټ نه  ده ، بلکې دامریکایي دیپلوماتانو کار دی چې هرڅوک ټاکي نو نور یي باید ومني ، همدا لامل دی چې د کابل ورځپاڼې جان کیري د دموکراسۍ د بحران پیراستامول بولي چې په راتګ به  یي د ټولو خواوو دردونه او اعتراضونه ساړه شي.
نو چې د نصب او عزل مرجع جان کیري شو نه پوهیږو دې دومره منډو ترړو ته ضرورت څه و، دغه ملیونونه کارت ویشل ، تبلیغات ، کمپاینونه او د یوه کال  سرګردانۍ نه پوهیږو د کوم هدف لپاره وې ، بایده  خو داچې له پیله توی وړی واک جان کیري ته ورکړل شوی وی لکه  اوس ترڅو یي ددموکراسۍ دزعامت لپاره په یوه تن لاس ایښی وای . معلوم شد که انتخابات افغاني نیست .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x