ټکنالوژي

پر فيسبوک نوي تورونه لګېدلي، واټس اپ او انسټاګرام په خطر کې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ایالاتو فدرالي سوداګرۍ کمیسیون او په ۴۸ ايالتونو کې لویې څارنوالۍ د فيسبوک انحصار پای ته رسولو لپاره محکمه کې دوه قضیې ثبت کړي دي.

د بهرني خبري اژانس د راپور سره سم، د امريکا فدرالي سوداګرۍ کميسیون او د امريکا ايالتونه ممکن فيسبوک مجبور کړي چې واټس اپ او انسټاګرام وپلوري.

په امریکا کې کې دوه قضیې ثبت شوي چې تور یې لګولی فیسبوک یو انحصاري رول لوبولی دی، په قضیه کې د فیسبوک پر خاوند مارک زورکربرګ تور دی چې د (واخلئ یا پریږدئ) په تګلارې سره خپل کوچني سیالان د اپلیکیشنو خرڅولو ته اړ کړي دي.

د تور لګونکو ډلو د فیسبوک پر ادارې په بازار کې د تسلط څخه د ناسمې لارې په کارولو او په غلطو ګټو اخیستنو تور لګولی دی.

د راپور له مخې، په قضیه کې ویل شوي چې فیسبوک په منظم ډول د خپل تسلط څخه په ګټه اخیستنې خپل سیالان له منځه وړي او ناقانونه انحصارونه یې تاسیس کړي دي.

په محکمه کې ثبتې شوې قضیو غوښتي چې په راتلونکي کې دې فیسبوک له دا ډوله ناقانونه او په ناسمو لارو د نورو شرکتونو له پلورلو منع، او انسټاګرام او واټس اپ دې له یوه بل څخه جلا کړي.

باید وویل شي چې د فیسبوک بنسټګر په فیسبوک کې له غوره پانګونې وروسته د واټس اپ شرکت هم واخیست او له هغه وروسته یې انسټاګرام هم خپل چې په نړۍ کې تر ټولو زیات کاروونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx