نړۍ

واشنګټن: د ټرمپ پلويانو د احتجاجي لاريون پر مهال د چړې برید کې ګڼ کسان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو په پلازمېنې واشنګټن کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلويانو د احتجاجي لاريون پر مهال د چړې برید کې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

د امريکا ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري پالو نوماند ډونلډ ټرمپ ناکام شوی، خو نوموړی خپله ماتې نه مني او د هغه پلويانو د پلازمېنې سربېره په ګڼو ايالتونو کې مظاهرې پيل کړي دي.

په ټيکساس ايالت کې د جمهوري پالو ګوند مشر ويلي و، چې د ډونلډ ټرمپ پلويان دې احتجاجي لاريونونه پيل کړي، تر څو د ډيموکراټانو نوماند جوبايډن د واک له ترلاسه کولو راوګرځوي.

د تېر نومبر په ۳مه د ولسمشريزو ټاکنو په پايلو کې جوبايډن د ټاکنيزو کالجونو ۳۰۶ رايې اخيستې وې او د هغه جمهوري پلوه سيال ډونلډ ټرمپ ۲۳۲ رايې اخيستې دي.

جوبايډن نه يوازې ټرمپ ته ماتې ورکړې، بلکې له نوموړي يې اويا لکه زياتې رايې ګټلي دي، خو ټرمپ لا هم د ماتې منلو ته نه دی تیار.

د ډونلډ ټرمپ سلګونو پلويان تېره ورځ په واشنګټن کې راټول شوي وو، هلته يې د کانګريس او سترې محکمې شاوخوا سيمو کې د ټرمپ په ملاتړ شعارونه ورکول او احتجاج يې روان کړی و.

ټرمپ خپله ماتې نه مني، خپل سيال جوبايډن يې په ټاکنيزو درغليو تورن کړی او د دې ادعاوو د اثبات لپاره يې سترې محکمې ته هم رجوع کړې، خو محکمې د نوموړي عریضه رد کړې او د هغه د بريا هيلې يې په اوبو لاهو کړې.

د ټرمپ پلويان لا هم بايډن په ټاکنيزو درغليو تورنوي او د سترې محکمې څنګ ته يې د ټرمپ په ملاتړ شعارونه ورکول.

د دې شعارونو يوه معنا دا هم کېدای شي، چې دوی د محکمې له پرېکړې ناراضه دي.

خو تېره ورځ، چې د امريکا پر وخت ماښام ناوخته شو، د ټرمپ د پلويانو او مخالفينو ترمنځ تاوتريخوالی رامنځته شو.

پولیسو هڅه کوله، چې دواړه لوري سره جلا کړي، خو ځينو لاريونوالو د شپې له تيارې په ګټه اخيستو پر خپلو مخالفينو د چړې برید کړی، چې له امله يې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.

د سيمې پوليس وايي، ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او شپږ کسان يې نيولي هم دي.

تر دې وړاندې پوليسو واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ته نږدې مارکيټونه او لارې تړلې وې او وضعيت غیر عادي و.

د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جوبايډن به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شلمه لوړه وکړي او ډونلډ ترمپ به له سپينې ماڼۍ ووځي، خو نوموړی د محکمې د پرېکړې سربېره لا هم د خپلې ماتې منلو ته نه دی تيار او وايي، چې اصلي مبارزه خو اوس پيليږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظيمی

دغه دي يو ښایسته مثال دغربی دمو کراسی۔ او دوي غواړی په ټوله نړی که دغسي نمونه اي ديموکراسی پياده کړي۔ دوی څو ځلي په افغانستان او يوځلی په فلسطین کي تجریبه کړه او زورواکي په قدرت کي پاته سول۔ ټرمپ نو اوس سوټه کراسی کوي۔ داچي دي د خلګو د انتخاب بي احترامي کوي مګر د سربيره د قضاء بي احترامی هم کوي۔ دي د غني په شان د قدرت ليوني دي۔ که څوک مری او که خرابیږی مهمه نه ده مګر ديوانه در قدرت باشد۔ فرعون هم والاړی نو دوي به ژر ولاسي۔ او بد نوم به په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx