نړۍ

پاکستان کې د حکومت پر خلاف د د اپوزيسيون ګوندونو احتجاج؛ د حکومت نسکورولو لپاره اسلام اباد ته د مارش اعلان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): پاکستان د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو اتحاد «د پاکستان ډيموکراټيک خوځښت» د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې ستره احتجاجي جلسه وکړه او د حکومت نسکورولو په موخه يې اسلام اباد ته د مارش اعلان وکړ.

د جمعيت علمای اسلام ګوند امیر او د پاکستان ډيموکراټيک خوځښت «پي ډي ايم» مشر مولانا فضل الرحمن د لاهور جلسې ته وويل، چې د اپوزيسيون ګوندونو استازي به له ايالتي او فدرالي اسامبليو استعفاوې ورکوي او ټول ولس به د اسلام اباد پر لور مارش کوي او تر هغو به خپل احتجاج ته دوام ورکوي، تر څو يې د عمران خان حکومت نسکور کړی نه وي.

مولانا فضل الرحمن  پر پوځ او اسټيبليشمنټ غږ وکړ، چې ولس اسلام اباد ته مارش کوي، دوی يې بايد مخه ونه نيسي، نور بايد د ولس حکومت وي او په درغلۍ راغلی نظام نور نه مني.

مولانا پوځ ته خبرداری ورکړ،«هغه وخت بايد رانشي، چې اسټيبلشمنټ له ولس سره په جګړه اخته وي.»

د پاکستان پخواني لومړي وزير او د مسلم ليګ ن ګوند لارښود ميا نواز شريف هم له لندنه دغې احتجاجي جلسې ته وويل: «څو جنرالان له دښمن سره د جګړې پر ځای په سياسي لوبو بوخت دي.»

نوموړي وويل، چې د دې نظام له بدلېدو پرته بله لاره نه شته، پاکستان نور د غیر جمهوري قوتونو د مداخلې زرو نه لري او د اوسنيو مداخلو له امله هېواد کې د خلکو ژوند په ټپه ولاړ دی او نور دلته یرغمل شوی جمهوريت نه چليږي.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم دغې جلسې ته د وينا پر مهال وويل، چې نور له حکومت سره د خبرو وخت تېر شوی او د حکومت د نسکورولو لپاره يې اسلام اباد ته د مارش کولو اعلان وکړ.

بلاول بوټو زياته کړه: «موږ به اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې پر مهال په درغلۍ راغلی حکومت او د دې حکومت راوستونکي «اشاره يې پوځ ته وه» ننګوو، تر څو ولس ته د دوی د واکمنۍ حق ترلاسه کړو.»

ښاغلي بوټو ټينګار وکړ، چې دا حکومت به نسکورېږي او پر ځای به يې د ولس د رښتينو استازو حکومت رامنځته کيږي.

د پاکستان مسلم ليګ ګوند مرستيالې او د پخواني لومړي وزير نواز شريف لور مريم نواز هم دغې احتجاجي جلسې ته وويل، چې د حکومت د نسکورولو لپاره به اسلام اباد ته له خپلو پلويانو سره لاريون کوي.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي و، چې «پي ډي ايم» دې خپلې نيوکې د پارلمان له لارې وکړي او خپلې ستونزې دې د پارلمان له لارې له حکومت سره شريکې کړي، خو مريم نواز په دې اړه حکومت وننګاو او زياته يې کړه، چې دوی له کوم پارلمان سره خبرې وکړي؟

مريم وويل: «موږ له هغه پارلمان سره خبرې وکړو، چې د ای ایس ای يو متقاعد ډګروال يې چلوي؟»

مریم نواز پر عمران خان غږ وکړ: «ته به نور خامخا کور ته ځې او حکومت به پرېږدې.»

د اپوزيسيون ګوندونو نورو مشرانو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمود خان اڅکزي، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو، د بلوچستان ملي ګوند مشر اختر محمد مينګل او ګڼو نورو سياسي مشرانو هم دغې احتجاجي ناستې ته ويناوې وکړې، د عمران خان حکومت يې د پوځ په لاس په درغلۍ راوستل شوی حکومت ياد کړ او د دې حکومت د نسکورولو لپاره يې له خپلو پلويانو سره اسلام اباد ته د مارش کولو اعلان وکړ.

«پي ډي ايم» يا د پاکستان ډيموکراټيک خوځښت څه شی دی؟

پي ډي ايم يا د پاکستان ډيموکراټيک خوځښت د روان کال سپټمبر په ۲۰مه نېټه د اپوزيسيون ګوندونو په ټول ګوندیز کې د يوولسو ګوندونو په هوکړه جوړ شوی او د پاکستان حکومت پر خلاف د مظاهرو لپاره د «پي ډي ايم» پليټ فارم غوره شوی دی.

له تېر اکتوبر راهيسې د پي ډي ايم ګوندونو اتحاد د حکومت پر خلاف پراخ لسګونه ولسي غونډې وکړې او د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې يې د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د لاريون پرېکړه کړې ده.

د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د يوولسو ګوندونو د اتحاد «پي ډي ايم» مشر، د پيپلز ګوند رهبري غړی راجه پروېز اشرف يې مرستيال، پخوانی لومړی وزير او د مسلم ليګ ن ګوند رهبري غړی شاه خاقان عباسي يې سرمنشي دی.

پي ډي ايم وايي، د عمران خان حکومت په درغلۍ واک ته رسول شوی او د اپوزيسيون ګوندونه په ښکاره د پوځي چارواکو نومونه يادوي او د اوسنيو ستونزو پړه هم د پوځ پر مشرانو اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx