افغانستان

کندوز کې د نښتې پرمهال ۱۷ دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): دکندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو د یو قومندان په ګډون د ۱۷ دولتي عسکرو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

دا پېښه تیره شپه د امام صاحب ولسوالۍ «استامینګ» سیمه کې د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې د طالبانو د برید پایله کې رامنځ ته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیــــح الله مــــــجــــــــــــــاهـــــــد په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، پر یادې پوستې یې ځکه برید کړی، چې ولسي خلک یې ځورول او په ملکي اهدافو یې د هاوانونو بریدونه کول.

مــجــــاهــــد په دغه برید کې د سرحدي پولیسو د قومندان داود په ګډون د ۱۷ دولتي عسکرو د وژلو او ۴ نورو د ټپي کولو خبر ورکړی دی.

د کندوز د ولایتي شورا یوسف ایوبي هم ددې پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې په دې وروستیو کې هلته د دولتی عسکرو د مرک ژوبلې کچه په بې سارې توګه زیاته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx