افغانستانسولې اړوند خبرونه

حنیف اتمر: نړۍ په افغانستان کې له خپلو شرایطو سره برابرې سولې څخه ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست «حنیف اتمر» وایي، نړۍ له افغانستان سره مرستې روانې ساتې او له داسې یوې سولې ملاتړ کوي چې دهغوی له لوري وضع شوي شرایط  پکې پوره شوي وي.

اتمر نن د ولسي جرګې غړو ته د جینوا کنفرانس په اړه د معلوماتو ورکولو په مهال وویل، چې د نړۍ  نږدې ۹۰ هیوادونو له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې دي، خو دا مرستې يې د افغانستان په داسې سوله پورې مشروطې کړې دي، چې ددوی وضع شوي شرایط پکې پوره شوي وي.

نوموړي د نړۍ له لوري د وضع شویو شرایطو په اړه وویل چې «دنیا به له هغې سولې څخه ملاتړ وکړي چې نتیجه‌یې د افغانستان د خلکو په ازادې ارادې باندې ولاړه وي، اینده د افغانستان څوک تعیینوي، هغه مذاکره چې د افغانستان د ملت ازاده اراده ده، دنیا غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو ازاده اراده به د سولې نتیجه تعیینوي، نور قوتونه به د دې حق ونه‌لري چې نتیجه تعیینه کړي.»

د اتمر له قوله، نړۍ به د افغانانو له هرې پرېکړې ملاتړ ونکړي؛ نو ځکه دده له قوله، د سولې په پروسه کې د قدم اخیستلو په مهال باید پایلې ته هم وکتل شي.

د اتمر له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې کابو دوې اوونۍ وړاندې د سولې پروسې له دوام سره په یو وخت د سویس په جینوا ښار کې د نړۍ لسګونو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو له کابل حکومت سره د پنځو کلونو لپاره دیارلس میلیارده ډالر مرسته اعلان کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx