افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: غوره به وي که د مذاکراتو دوهم پړاو په افغانستان کې ترسره شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وړاندیز وکړ، چې د سولې راتلونکي پړاوونه باید په افغانستان کې ترسره شي؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» هم د نوموړي وړاندیز تایید کړی او ټینګار یې کړی، چې د مذاکراتو دوهمه برخه باید د هیواد دننه ترسره شي.

اشرف غني نن د کابیني په عمومي ناسته کې ویلي، چې دی د ملي امنیت شورا د سلاکار له څرګندونو ملاتړ کوي او حکومت یې دې ته لومړیتوب ورکوي، چې د مذاکراتو دوهم پړاو په هیواد کې دننه ترسره شي.

حکومت داسې مهال افغانستان ته د سولې پروسې د انتقال بحثونه راپورته کوي، چې زرګونه ناټو او امریکایي عسکر لا هم په هیواد کې شتون لري او په ځینو ولایتونو کې له دولتي عسکرو سره په ګډه د طالبانو په وړاندې جنګېږي او د عسکرو هوایي ملاتړ کوي.

وړمه ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، چې «له بهرنیوا غېزو» څخه د سولې پروسې د خوندیتوب په موخه باید د مذاکراتو پاتې پړاوونه هیواد کې ترسره شي، تر څو مذاکره کوونکي د هیواد حالت په ښه ډول درک کړي او ولس ته پر یادې پروسې د څار زمینه برابره شي.

د محب په خبره، که طالبان د هیواد دننه ځای وړاندیز کړي؛ حکومت تیار دی هلته تاسیسات جوړ کړي او اړین وسایل چمتو کړي.

نوموړي ددې تر څنګ ادعا کړې وه، چې له هیواده د باندې مذاکرات «افغاني ګڼې» نشي تامینولای.

د حکومت پورته غوښتنه داسې مهال ده، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې له اوږده ځنډ وروسته څه ناڅه پرمختګ رامنځته شوی او دواړو لورو  د ناستو په طرزالعمل تر هوکړې وروسته د اجنډا د اموضوعاتو لستونه له یو بل سره تبادله کړي.

د بین الافغاني مذاکراتو دواړو ټیمونو د اجنډا د موضوعاتو په اړه د لا مشورو په هدف شل ورځنۍ وقفه اخیسته او پرېکړه يې کړې، چې د خبرو دوهم پړاو به د نوي کال د جنوري میاشتې په پنځمه پیلوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سلامونه: طالبانو ته پکی مشکل نشته چی دوهمه غونډه په داخل د افغانستان کی وشی ځکه چی طالبان په ۷۰ فیصده ځمکه باندی تسلط او حاکمیت لری او په ضمن کی طالبان له خورا استقلالیت څخه برخورداره دی نو حتمآ به دا خبره منی او دوهمه غونډه به په داخل د افغانستان کی د طالبانو په ساحه کی کیږی. غوربندی صیب، مجاهد او بیانزی صیب به هم زما د تبصری تایید کوی.

جمیل

عجیبه ده ! هغه د دین ، هیواد او د ولس دښمنان چی د اشغالکرو کفارو پر اوږو د بمباری ، بی عذتی ، بیی عدالتی او د ظلم او وحشت سره راغلی او د خپل ځان واک لا نه لری ، نن د دین او د هیواد ساتونکی فدایانو ته وړاندیز کوی چی دننه په افغانستان کی دی مذاکرات وسی ، حال داچی دوی په کابل کی لا د ناصالح توپونه نه سی راګرځولای . غلامان سوله نه غواړی ، سوله د دوی په ګټه نه ده. دوی ملی خائنین او د سختی سزا مستحق دی . د دوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx