روغتیا

نړۍ کې له کرونا د رغېدلو کسانو شمېر له ۵۰ ملیونو پورته شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۷۲ ملیونو پورته شوی په داسې حال کې چې له دې ناروغۍ څخه تر دې دمه ۵۰ ملیونه بیرته ښه شوي دي.

کرونا ویروس چې د ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د چین له ووهان ښار څخه خپور شو، تر دې دمه د نړۍ شاوخوا ۲۱۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوی دی.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې اوسمهال له کوویډ-۱۹ ناروغۍ څخه ۵۰ ملیونه کسان په داسې حال کې ښه شوي چې مثبتې پېښې ۷۲ ملیونه ته رسیږي، او یو ملیون ۶۱۸ زره مړه شوي دي.

کرونا ویروس چې یوه ساري ناروغي ده په چټکۍ سره د خلکو ترمنځ خپریږي او له یوه انسان څخه بل ته انتقالیږي، دا ویروس داسې مهال هم خپریږي چې د ناروغ لخوا لمس شوی څیز روغ کس وکاروي.

په یو شمېر هېوادونو کې کرونا بیرته کابو شوې، خو په اکثرو هېوادونو کې ددې دوهمې څپې یو وار بیا سلګونه زره کسان نیولي او زرګونه ناروغان مړه کړي دي.

د راپورونو پر اساس اوسمهال هره ورځ په ټوله نړۍ کې له ۳۰۰ زرو زیات کسان په کرونا اخته کیږي او شاوخوا ۷ زره کسان مړه کیږي، دغه راز په ورځني ډول د رغېدونکو شمېر له مثبتو پېښو خورا زیات کم دی.

کرونا تر ټولو زیاته امریکا ځپلې چې ۱۶ ملیونه ۷۰۰ زره کسان یې نیولي دي، په دوهم نمبر هند دی چې نږدۍ ۱۰ ملیونه مثبتې پېښې په کې ثبتې شوي دي.

د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې ۳۰۶ زره، هندوستان کې ۱۴۳ زره او برازیل کې ۱۸۱ زره کسان د کرونا له کبله مړه شوي دي.

افغانستان هم یو له ځپل شوو هېوادونو څخه دی چیرته چې نږدې ۵۰ زره پېښې ثبت شوي، شاوخوا ۲۰۰۰ کسان مړه شوي او له ۳۸ زرو زیات بیرته روغ شوي دي.

باید وویل شي چې د درملو نړیوال شرکتونه او ستر پوهنتونونه بالاخره توانېدلي د کرونا ویروس د له منځه تلو لپاره واکسین چمتو کړي، دغه واکسین که څه هم په ځینو هېوادونو کې کارول کیږي خو لا هم زیات پرمختګ ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

دا گرده دروغ دی نه کرونا وجود لرئ او نه داسئ کوم سه وجود لرئ فقط یو داستان جور کرئ یئ ده، که یخ ووهلی او وتخیدئ یا دی پشئ یا بدن درد وکرئ او یا هم لیژ سردردی هم ولرئ، وای ته کرونا ستا تیست مثبت دئ، په خدای قسم دا هسئ یو درامه ده که یئ هم بیا دمره خطرناکه نه ده سنگه چئ دغه کسان زنئ تعریف لرئ کوی، جرمن،، کئ هسئ په کمپونو کئ مهاجر قرنطین کرئ…

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x