روغتیا

کله مو سهار غاښونه برش کوئ؟ پوهان تر ټولو «مناسب وخت» ښيي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ډاکټران تل د غاښونو منظم برش او پاکولو وړاندیز کوي تر څو د عمر په تېریدو سره له رامنځته کېدونکو ناروغیو وژغورل شئ، خو ځینې داسې عادتونه چې موږ یې ترسره کوو ممکن د غاښونو په اړه بدې پایلې لري.

د «هیلت لاین» ویبپاڼې په وینا چې په روغتیایي چارو کې تخصص لري، له سباناري سمدلاسه وروسته د غاښونو پاکول له خطره ډک دي، د روغتیا له پلوه باید دا وخت یو څه اندازه وځنډول شي.

یاده سرچینه زیاتوي، د غاښونو د روغتیا لپاره غوره داده چې له سباناري ۳۰ دقیقې یا یو ساعت وروسته غاښونه پاک کړل شي.

که چیرې له سباناري سمدلاسه وروسته برش ترسره شي، د غاښونو له پاسه د تیزابیت لرونکي خوړو پاتې شونکي راجمع کیږي.

او دا تیزابیت لرونکي مادې د معدني «انامیل» د کمزوري کېدو لامل کیږي کوم چې هغه معدنیات زیات لري چې غاښونه پوښي، او دا د غاښونو ساتنې لپاره اړین جز دی.

ددې موادو وظیفه داده چې له کیمیاوي موادو د ساتنې سربېره، د څښاک او خوړو د تودوخې درجې څخه د غاښونو لپاره محافظوي پوښ هم جوړوي.

پوهان وایي، دغه ماده هغه مهال سخته اغیزمنه کیږي کله چې یو کس د وچو میوو سربېره، سپوره ډوډۍ، خواږه او تیزابیت لرونکي مادې لکه د مالټو جوس وڅښي.

د امریکا د غاښونو اتحادیه وړاندیز کوي چې د غاښونو برش کول له سباناري یو ساعت وروسته ترسره شي، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې تیزابیت لرونکي خواړه وخوړل شي.

ډاکټران وایي، د غاښونو له برش کولو وړاندې اوبه څښل یا پيکه ژاولې ژوول د روغتیا له پلوه ګټور کار دی.

امریکایي اتحادیه په خپل وړاندیز کې زیاتوي، هره ورځ باید دوه ځله غاښونه پاک کړل شي، او هر ځل برش باید دوه دقیقې وخت ونیسي.

په دې لړ کې هغه کریم (پيسټ) چې «فلوراید» ماده ولري زیات ګټور دي، دا هغه باکتریاوې چې په غاښونو جوړې شوې وي او د غاښ روغتیا ته زیان رسوي، لرې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د کفارو دغه خبري هم لکه د دوی دموکراسي چي د ژوند په هره برخه کي ناکامه او ناسمه خېژي، ناسمي دي. مسلمان چي سهار وختي له خوبه را کښېني د اودس تازه کولو پرمهال خوله اوغاښونه په مسواک او که مسواک نه وي د غاښو په کريمو او برس مينځي. د سهار تر ناري کولو يو ساعت وروسته د غاښو پرېولل نه سم وخت دی او نه مسلمان دغه مهال دغه کار ته وخت لرلای سي. زه تردې اوسه چي ۶۷ کلن سوی يم د سهار د اوداسه پرمهال خوله او غاښونه په کريمو او برس مينځم او بيا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x