ټکنالوژي

ګوګل، یوټیوب او جي میل له کاره لویدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د انترنیت د لټون ماشین ګوګل په ناڅاپي ډول له کاره لویدلی دی.

که څه هم ګوګل په رسمي ډول د یاد خبر تایید نه دی کړی خو د «ډاون ډيټیکټر» ویبپاڼې په وینا، چې هر وخت د ګوګل څارنه کوي، «په ډیرو هېوادونو کې خلک د ګوګل په ګډون د یوټیوب او جي میل له خدمتونو محروم دي».

بل لوري ته یوټیوب د یوه ټویټ له لارې ددغې خبر تایید کړی او ویلي دي چې کاروونکي په یوټیوب کارولو کې له ستونزو سره مخ دي خو په وینا یې ټیمونه په دې برخه کې کار ته دوام ورکوي.

د خواله رسنۍ ټویټر له لارې د #Youtubedown هاشټګ کارول کیږي، دغه راز له ګوګل او جي میل هم په یو شمېر هېوادونو کې کارکوونکي شکایت کوي چې په ناڅاپي ډول یې کار پریښی دی.

د راپورونو له مخې په پاکستان، هندوستان، سعودي عربستان، امریکا، برتانیا، هالنډ او جاپان کې د ګوګل ټول خدمتونه له کاره لویدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

غټ غټ سلامونه: صرف د یوه ساعت لپاره تخنیکی مشکل پیښ شوی وه چی اوس حل شوی دی. ګوکل چی کار پریږدی بیا نو ستاسو پاڼه باندی طوطی تبصره نشی کولای.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x