
ضعیف: د ملکي تلفاتو مخنیوي لپاره باید امارت او حکومت ګډ کاري کمیسیون تشکیل کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د سولې فعال او پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي خلکو د وژلو وروستۍ پېښې غندلو ترڅنګ د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د جنګ له ښکېلو خواوو د ګډ کاري کمیسیون د جوړولو غوښتنه کړې ده.
ملا ضعیف په یو لړ ټویټونو کې د جګړې په ښکېلو اړخونو غږ کړی، چې: ۱ـ د ملکي تلفاتو د مخنیوي او جګړې د خونړي حالت کابو کولو، ۲ـ د ټولنیزو تأسیساتواو انکشافي خدماتو تأمین او ساتنې، ۳ـ د تعلیم او تربیې پر وړاندې د شته ننګونو ختمولو، ۴ـ د بندیانو د ژغورنې او هغوی ته د انساني حقوقو تأمینولو لپاره یو غیر سیاسي او ناپېیلی ګډ کاري کمیسیون تشکیل کړي.
دکندهار په ارغنداب کڼ مېشته سيمه کې د خلکو پر کورونو ړندې بمبارۍ چې په پايله کې يې ملکي تلفات را منځته شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر هېوادوال شهيدان شوي، جنګي جنايت دی او بايد داسي کړني ژر تر ژره مهار سي.
ما د دې لپاره پخوا هم وړانديز کړی وو،
۱/۴— abdulsalamzaeef (@abdulsalamzaeef) December 14, 2020
وړمه شپه د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ په «ناګهان» سیمه کې دولتي الوتکو د ملکي خلکو په کورونو هوايي بریدونه ترسره کړل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول او ګڼو خلکو ته مالي زیانونه هم واووښتل.
مولوی صیب ضعیف دی الله همیشه قوی لری. ډیره ښه او پر ځای خبره یی کړی خو داسی یو کمیسیون باید چی د اوربند په خاطر هم جوړ شی.