افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: مذاکرات باید په ټاکلې نېټه بیرته پیل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په افغانستان کې د جګړې په دوام خواشیني ښودلې او ټینګار یې کړی، چې د مذاکراتو په بیا ځلې پيلېدو کې باید هيڅ ځنډ ونشي.

په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو درې ورځې وړانډې د اجنډا د موضوعاتو لستونه تبادله کړل او هوکړه یې وکړه، چې د موضوعاتو په اړه د لا مشورې په هدف به خبرې د دریو اوونیو لپاره ځنډوي او د راتلونکي کال د جنوري میاشتې په پنځمه نېټه به بیا ځلې خبرې پيلوي.

د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د مذاکراتي ټیمونو دې پرېکړې ته په اشارې لیکلي، چې په افغانستان کې جګړه روانه ده او سیاسي جوړجاړي، د جګړې  پای ته رسېدلو او اوربند ته اړتیا لا هم سمدستي اړتیا لیدل کېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې دا ضروري ده چې مذاکرات په خپل ټاکلي وخت بیا ځلې پیل شي او د جنوري تر پنځمې نېټې ونه وځنډول شي.

یاده دې وي، چې د خلیلزاد له لوري د مذاکراتو پر وخت پيل کېدو غوښتنه داسې مهال ده، چې د کابل مذاکراتي ټيم له دوحې څخه هیواد ته را ستون شوی.

ورته مهال کابل حکومت تازه یو شمېر نور وړاندیزونه هم راپورته کړي او له طالبانو یې غوښتي چې د مذاکراتو پاتې پړاوونه په هیواد کې دننه ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

لمړی پړاو خو خلکو ته کوم ښه پیغام نه درلود. ډیری کسان لدی غونډی او مذاکراتو څخه نا هیلی شوی او پروا یی نلری چی دوهم پړاو به بیا شروع شی او که نه. حتی ځینی خو وایی چی نور بس ده که اختیار د افغانانو وی خو په ولاکه دا وړی شړی شی ځکه چی افغانانو یو وخت په کعبی کی سره قسم وکړ چی اتحاد او خپل منځی سوله به کوو، خو چی کله بیرته راستون شول بیا حزب له جمیعت سره ښکر په ښکر شو او خپل منځی جنګونه یی د هیواد په هر ګوډ کی شروع… نور لوستل »

دوکتور غروال

دا د افغان ملت قاتل او د سی آي اي جاسوس خلیلزاد اوس دومره د لوچکی جرأت پیدا کړۍ دی چی دده په وسیله په افغانستان کښی رامینځ ته شوی فجایعو ته اوس د وحشت ګوته نیسی ، کله چی ملی حکومت رامینځ ته شی باید دا خائين دده نورو خپلو قاتلانو او غلو سره ملی قضی ته وړاندی کړۍ شی !!!!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx