افغانستان

پاکستان یوځل بیا په افغان سولې پروسې کې د خپل مثبت رول خبره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): پاکستاني چارواکو یوځل امریکايي چارواکو ته د افغان سولې پروسې او سیمې د امنیت په اړه د خپل مثبت رول اداء لوبولو په هکله ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان ملي راډیو د پوځي سرچینو په حواله خبر وکړی، چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باوجوه نن د دوشنبې په ورځ(۲۴ لیندۍ) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره په راولپنډۍ کې کتلي او د افغان سولې پروسې په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې ویل شوي، جنرال قمر جاوید باوجوه په افغانستان کې د غوځ ملاتړ د ماموریت ستاینې ترڅنګ امریکايي چارواکو ته ډاډ ورکړی، چې افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره به خپل «مثبت» رول ته دوام ورکوي.

سرچینه زیاتوي، په دغه ناسته کې د سیمه ییز امنیت او په ځانګړې ډول د افغان سولې پروسې په اړه دواړو لورو خپل نظرونه تبادله کړي او په خبره یې امریکايي چارواکو د افغان سولې پروسه کې د «تسهیل کوونکي» په توګه د پاکستان د رول ستاینه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوی په داسې مهال پاکستاني پوځي چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې کوي، چې ټاکل شوې ده د قطر پلازمینه دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه له سلا مشورو او دمې وروسته د راتلونکي جنوري په «۵» نیټه د خپلمنځي خبرو دوهم پړاو پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx