افغانستان

لوګر: پل عالم ته څېرمه اربکیانو ماشومان وژلي دي

د لوګر ولایت مرکز پل عالم ته څېرمه په کجي سیمه کې د دې سیمې د اربکیانو له لورې تېره شپه دوه تنه ماشومان وژل شوي دي.
د سیمې د خلکو له قوله اربکیانو دغه دوه تنه ماشومان تېره شپه ماخستن چې تراویحو ته روان وو، د جومات په لاره کې نيولي دي او له شهادت وروسته يې جسدونه څاه «کوهي» ته اچولي دي.
د کجي کلي د مشرانو له قوله اربکیانو ورته ويلي دي، چې د دې ماشومانو وروڼه طالبان دي، ځکه مو ووژل.
دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې هم د کندوز د علي اباد په لاله میدان سیمه کې اربکیانو پنځه ماشومان مړه او درې ښځې ټپیانې کړې.
یاده دې وي چې د اربکیانو په وړاندې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې څو ځلې لاریونونه او اعتراضي غونډې شوې دي، چې دولتي مسوولینو پرې ځان نه دی پوی کړی.
د نظامي چارو ماهرین وايي چې د اربکیانو له دغسې وحشته مؤخه داده چې که چېرته دوی د خپلو ملاتړو له ملاتړه هم بې برخې شي، په ولس کې به په زور او باج اخیستو ځان ساتي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې د لوګر ولایت اړوند د کولنګار په سیمه کې اربکیانو پاټک اچولی او دلارې له تېرېدونکو نه خپل پیسې اخلي.
ورته خبر د غزني د اندړو د اربکیانو اړوند هم خپور شوی و، چې د غزني ـ پکتیکا د لویې لارې موټرچلوونکو ترې د غزني او پکتیکا والیانو ته شکایت کړی و. خو لا هم د اندړو ولسوالي په چهاردېوال سیمه کې اربکیان د غزني ـ پکتیکا له موټرچلوونکو او سورلیو نه په بېلابېلو نومونو پیسې اخلي.

بل پلو طالبان وايي چې د جوزجان ولایت د قوشتپې سیمې اربکی قومندان فتاح رئيس د قوزي بای زوی د جرقدوق سيمي اوسېدونکی او یو بل د اردو عسکر عبدالصمد د عبدالستار زوی د شيربيګ سيمي اوسېدونکی له دوی سره یو ځای شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x