
له رونالډو وروسته، میسي د نیمار سره په ټکر کې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د نړۍ دوه مشهور ستوري لیونل میسي او نیمار به د څه مودې لپاره خپله ملګرتیا یو اړخ ته کړي چې دوی د چمپينز لیګ شپاړسم پړاو سیالیو کې له یوه بل سره ټکر کوي.
نن د دوشنبې په ورځ د اروپا اتلانو لیګ (چمپينز لیګ) سیالیو د شپاړسم پړاو لپاره پچه ترسره شوه چې په کې د برسلونا هسپانوي کلب لوبډله د فرانسوي کلب لوبډلې پاریس سان جرمان سره مخامخ شي.
Messi & Neymar go head-to-head in the #UCL
Who's coming out on top? 🤔#UCLdraw pic.twitter.com/CjvXV5voTK
— UEFA Champions League (@ChampionsLeague) December 14, 2020
دا په داسې حال کې چې برسلونا لوبډلې په ۲۰۱۶-۱۷ کال شپاړسم پړاو سیالۍ کې پاریس لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړې وه، خو هغه مهال نیمار د برسلونا کلب په استازیتوب لوبه ترسره کوله.
نیمار په دغه تاریخي سیالۍ کې د برسلونا په ګټه په زړه پورې کارکردګي ښودلې وه چې د پاریس ۴-۰ ګولونو قرض یې په ۶-۱ ورکړ، دغه سیالي یې په وروستیو ثانیو کې وګټله او بل پړاو ته یې لار وموندله. نیمار په دغه لوبه کې دوه ګولونه هم کړي وو.
په ۲۰۱۷م کال کې نیمار له برسلونا څخه پاریس لوبډلې ته رحلت وکړ، چې تر دې دمه په یاده لوبډله کې لوبیږي، او په راتلونکې فبروري میاشت کې به د میسي سره ټکر خوري.
نیمار وړمه ورځ د اولامپیکاس لیوان لوبډلې پر وړاندې د لوبې پرمهال سخت ژوبل شو چې د درې اونیو لپاره به له سیالیو بهر وي، خو د میسي پر وړاندې سیالۍ لپاره چمتو او بیرته راوګرځي.
میسي او نیمار هغه مهال غوره ملګرتیا درلوده خو د یوې مودې لپاره له یوه بله لرې شول، په ۲۰۱۹م کال کې یو وار بیا دواړو غوښتل له یوه بل سره یوځای شي، نیمار په څرګندو الفاظو د پاریس لوبډلې پریښودو اعلان وکړ خو دغې لوبډلې د نوموړي ستر قیمت کیښود چې برسلونا یې د رانیولو توان نه درلود.
په ۲۰۱۹-۲۰م کال کې نیمار وتوانېد د چمپینز لیګ پایلوبې ته لوبډله ورسوي خو په پایلوبه کې یې د بایرن مونش پر وړاندې په ۱-۰ ماتې ومنله او پاریس ته یې د اروپا اتلانو جام ګټلو هیله نیمګړې پاتې شوه.
د چمپینز لیګ د شپاړسم پړاو پچه «ډرا» کې د تېر جام ګټونکې المانۍ لوبډله بایرن مونش د ایټالوۍ لوبډلې لازیو پر وړاندې مخامخ کیږي، دغه راز لیورپول لوبډله به د آر بي لیپزیګ پر وړاندې ولوبیږي.
هسپانوۍ لوبډله اتلاتیکو مدرید د انګلستانۍ چیلسي پر وړاندې، مانچسټر سیټي د بروشیا مونچینګلابش پر وړاندې، د رونالډو لوبډلو یوونتوس د پورتو پر وړاندې، اشبیلیه لوبډله به د بروشیا دورتمند پر وړاندې او ریال مدرید لوبډله به د اتلانتا پر وړاندې د راتلونکې کال په فبروري میاشت کې خپل بختونه وازمایي.
Round of 16 draw ✔️
Which tie are you most excited for? 🤩#UCLdraw | #UCL pic.twitter.com/M6AqMYTygN
— UEFA Champions League (@ChampionsLeague) December 14, 2020