افغانستان

سرچینه: د کابل ټیم طالبانو ته د «ګډ حکومت» په ګډون ۸ وړاندیزونه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د قطر پلازمینه دوحه کې یوې سرچینې «یو تلویزون» ته ویلي، چې د کابل مذاکراتي ټیم طالبانو ته د «ګډ حکومت» جوړولو په ګډون ۸ وړاندیزونه کړي دي.

د سرچینې په خبره د اوربند، د کلیوالو سیمو ملکي ګرځولو، د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته د بشري مرستو رسولو او د ښوونځیو فعالول په هغو اتو وړاندیزونو کې شامل دي چې د کابل مذاکراتي ټیم لخوا د طالبانو مرکچي پلاوي ته سپارل شوي ترڅو راتلونکو خبرو کې د بحث وړ موضوعاتو په توګه شامل او بحث ورباندې وشي.

یاده سرچینه زیاتوي، چې د «ګډ» یا «مصلحتي» حکومت جوړول، د اساسي قانون تعدیل، د ښځو د حقونونو او بنسټیزو لاسته راوړنو خوندیتوب او د جګړې د قربانیانو لاسنیوی پاتې هغه موارد دي چې د کابل مذاکراتي ټیم غواړي د سولې خبرو په اساسي بحثونو کې ورته ځای ورکړل شي.

سرچینې دغه راز ادعا کړې چې په راتلونکو بحثونو کې به د طالبانو لومړیتوب د «ګډ حکومت» رامنځ ته کېدل وي؛ خو طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د یک تلویزون سره په مرکه کې وویل چې د ګډ حکومت یا موقت حکومت خبره تر اوسه هیڅ یاده شوې نه ده او نه هم بحث باندي شوی دی.

ټاکل شوې ده چې سبا د سه شنبې په ورځ (۲۵ لیندۍ) د کابل مذاکراتي ټیم د لا زیاتو سلا مشورو لپاره کابل ته راستون شي.

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، چې کابل ته په رارسېدو به یاد ټیم ددې شورا له مشرتابه سره وګوري او ورپسې به د ملي پخلاینې د رهبرۍ کمیټې غونډه دائره شي.

له بل پلوه د ارګ مشر محمداشرف غني نن د کابینې په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د سولې خبرو دوهم پړاو دې په افغانستان کې ترسره شي.

غني وویل: «افغانان کولای شي په یوه خیمه کې مذاکرات وکړي، حتی که ژمی هم وي، اوس ددې وخت نه دی چې د خبرو لپاره هم ‎یو لوکس هوټل د شرط په توګه وړاندې شي، بلکې ضروري ده چې مذاکرات د ټولو خلکو په وړاندې ترسره شي، ترڅو خلک پوه شي د سولې مذاکرات څرنګه ترسره کیږي او په کومو موضوعاتو خبرې کیږي؟!!»

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر او مرکچي پلاوي ویاند ډاکټر محمدنعیم بیا وايي، داچې د سولې مذاکراتو دوهم پړاو به د جنوري پر پنځمه په دوحه کې پیلیږي. او په دې اړه لمخکې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو هیئتونو کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ملا ته چا په جومات ځای نه ورکا وه اوس سیاسی شوی او حتی په ګډ حکومت هم قناعت نکوی. زه خو د کابل د ټیم په وړاندیز کی هیڅ داسی څه نه وینم چی خلاف د اسلام او شریعیت وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx