افغانستان

د کابل مرستیال والي په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي وايي، د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي د مقناطیسي ماین په یوې چاودنه کې خپل ژوند بایللی دی.

د کورنیو چارو وزات ویاند طارق آرین ددې پېښې په تایید سره ویلي،  نن سهار شاوخوا ۹ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د کابل ولایت د مقام د مالي او اداري مرستیال محبوب الله محبي پر لنډکروزر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې.

آرین زیاتوي، په دغې چاودنه کې د والي مرستیال او د هغه د سکرتر په ګډون ۲ تنه وژل شوي او ۲ تنه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د کابل والي او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم د محبوب الله محبي مړینه تایید کړې ده او د پېښې په اړه د جدي پلټنو پیلولو خبر یې ورکړی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx