ورزش

په دوه تاریخي بریاو سره نیوزیلاند د ویسټ انډيز پر وړاندې ټیسټ سیریز وګاټه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): ویسټ انډیز لوبډلې ته په پرلپسې دوه ټیسټ لوبو کې د یوې پاڼۍ په درلودلو تاریخې ماتې ورکولو سره نیوزیلاند سیریز په ۲-۰ په خپل نوم کړ.

ویسټ انډيز ته د یوې پاڼۍ او د منډو په توپیر ماتې سره نیوزیلاند پاکستان لوبډلې ته سخت د خطر زنګ وواهه، چې یادې لوبډلې راتلونکې اونۍ له شل اوریزو سیالیو وروسته په ټيسټ سیریز کې مخامخ کیږي.

که څه هم زیاتره وخت په نیوزیلاند کې ټيسټ لوبې له اورښته اغیزمنې او مساوي کیږي خو د ویسټ انډيز پر وړاندې دوه لوبې د نیوزیلاند په بریا تمامې شوې.

په لومړۍ ټیسټ لوبه کې نیوزیلاند لومړی توپ وهنه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۵۱۹ منډې جوړې کړې، ویسټ انډيز دوه واره توپ وهنې سره هم یاد هدف بشپړ نه کړ او د یوې پاڼۍ او ۱۳۴ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

په دوهمه لوبه کې یو وار بیا نیوزیلاند لومړی توپ وهنه وکړه او ۴۶۰ منډې یې جوړې کړې، په ځواب کې ویسټ انډيز په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۳۱ او دوهمه پاڼۍ کې ۳۱۷ منډې جوړې کړې، دوی د یادو منډو په بشپړولو کې پاتې راغلل او د یوې پاڼۍ او ۱۲ منډو په توپیر یې پرلپسې دوه ماتې ومنلې.

په دې سره نیوزیلاند په شل اوریزو سیریز کې ویسټ انډيز ته له ماتې وروسته په ټیسټ سیریز کې هم ماتې ورکړه.

نیوزیلاند لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا په نړیوال ټيسټ چمپين شيپ کې په ۱۱۶ ریټینګ لرلو سره دویم مقام لري، لومړی مقام چې هم ۱۱۶ ریټینګ لري او نیوزیلاند سره په عشاریه کې توپیر لري استرالیا خپل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x