نظــر

په ارغنداب کې د حکومتي عسکرو نوی جنګي جنایت

دوکتور محمد عثمان تره کی

د دسمبر په ۱۳ مه نېټه په مېډیا او مطبوعاتو کې لاندې خبر خپور شو : « افغان امنیتي ځواکونه وايي، د کندهار ارغنداب ولسوالۍ چاڼیزو عملیاتو کې یې د اوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون ۶۳ وسله وال طالبان وژلي. خو د سیمې خلک وايي، ټول وژل شوي ولسي وګړي دي».

له سیمې څخه د خپرو شویو راپورونو په اساس، حکومتي چورلکو په ارغنداب ( ناګهان نومي سیمه ) کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی چې له امله یې ګڼ کورونه ویجاړ شوي او د ماشومانو په ګډون دیارلس تنه وژل شوي دي.

د بی بی سي په خبره :
« د ارغنداب اوسېدونکو هم ويلي، تېره شپه دې ولسوالۍ کې د یوه ساعت لپاره بمباري روانه وه او ولسي وګړي پکې وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د یوه ځايي اوسیدونکي کور هم لګیدلی، چې دوه وروڼه، مېرمن او څلور ماشومان یې پکې وژل شوي.

په ملکي خلکو ګوزار څو واقعیتونه په ډاګه کوي:
– امریکا او ملګرو یې د یرغل په پیل کې په افغانستان باندې د بشپړ کنټرول په مقصد پښتون وژنه د یو جنګي تکتیک په توګه ومانه، نړیوال نظامي ائتلاف تروریزم سره د جګړې په پلمه د جګړې د پیل راهیسې د پاکستان په ملګرتیا، پښتون وژنه ( قامي ژنوساید ) د خپل جنګي تکتیک  په حیث وکارول. د ارغنداب پېښه د دغه لړۍ ادامه ده.

– د نړیوال نظامي ائتلاف او د کابل ادارې د امنیتي ارګانونو جوړښت د ملیشیايي جګړې له غوښتنو سره سمونوالی نلري. د ناټو او کابل ادارې د امنیتي ارګانونو ترکیب او څرنګوالی د دولتونو تر منځ د جګړې په مقصد جوړښت موندلی دی نه د دولت او ملیشیایي جګړې په موخه.

– حکومتي ځواکونه د طالبانو سره د مستقیمې ځمکني مقابلې عقیدوي او تجهیزاتي وړتیا نلري. بناً ديته اړ کیږي چه د چوت اندازو بمباریو له لارې د طالب مقاومت وځپي.

– د طالب جنګیالو مورچلونه د ولس په غیږ کې پروت دي. حکومتي ځواکونه چه یوازې د هوائي عملیاتو نه ګته پورته کوي، کولي نشي چه د ولسي وګړو نه جلا له طالب سره چلند وکړي. حکومتي ځواکونه د لوژستیک او استخباراتي تجهیزاتو نه چه ځمکني دقیق او هدفمند عملیات تر سره کړي بې برخې ساتلی شویدي.

– دا اټکل شلو کلونو په اوږدو کې پرله پسې خدای په جات جنایت او وژنه دا په داګه کوي چې افغانستان د بهرنیو او کورنیو جنایت کارانو  لپاره په یو خوندي پټنځای بدل شوی دی.
په تأسف سره د جنگي جنایتونو د استمرار له کبله د ده په وړاندې د افغانانو او نړیوالو حساسیتونو کچه لویدلې ده، د جنګي جنایتونو په اړه د بازخواست او قانوني تعقیب د یو میکانیزم نښتوالې د دې لامل شوې چه د جګړې ښکېل اړخونه او په ځانګړې توګه حکومتي سرتیرو بې خیال او بې پروا ملکي ولس په نښه کړي.

– په حکومتي امنیتي ارګانونو کې د پخواني کمونستي پوځ د افسرانو نفوذ د ملکي تلفاتو بل غټ لامل ګنلی شو. د بن د کانفرانس نه وروسته خادیستان او پرچمیان د دیموکراسۍ تر چتر لاندې په دولتي ارګانونو کې ژور اغیز وموند.

د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند څلویښت کاله کیږي چه د اسلامي ډلو  او ملتپالو سره په خونړي جګړه بوخت دي. په پوځ کې انقلابي قوماندان که په یوه کلي کې د یو طالب په وژنه سل غیر طالب ووژني، هغې ته د یو انقلابي لاسته راوړنې په حیث شمیري.

– د ژیوپولتیکو موخو د پاره د سکتاریستي، قومي او مذهبي تفرقې نه ګته پورته کول د ښکیلاکګرو ځواکونو د عمر د اوږدوالي په اندازه لرغونتوب لري.

په نږدې کلونو کې امریکا او انګلستان په افریقا ( روندا )، لالتین امریکا، ختیځې اروپا ( یوګوسالویا ) او منځني ختیځ (عراق او سوریې ) کی په سکتارستي، قومي او مذهبي ټکرونو کې د پام وړ سیاسي پانګه اچونه کړې ده.

په افغانستان کې د قومي عصبیتونو نه سیاسي استفاده د یرغلګرو قوتونو د اجنډآ په سر کې قرار لري.

د بهرني اشغالګرو ځواکونو د پالیسۍ له مخې حکومتي – امنیتي اورګانونه یوه لویه برخه د قامي لږکیو د منسوبینو نه جوړې شوې دي. په واقعیت کې قامي اقلیتونه له طالبانو سره د جګړې په پلمه د جګړې په میدانونو کې د قامي تصفیې پروګرام پرمخ وړي.

د ارغنداب په جنایي پیښه کې مطمئناً د دولتي تروریزم سره مخ یو. دغه وحشتناک جنایت پخپل وار ځانمرګي بریدونو ته انگیزه برابروي او غیر دولتي تروریزم ته وده ورکوي.

د ملکي وګړو مرګ ژوبله لامل هر څه چې وي د حکومتي پوځ قومندانان باید پدې باندې ځان پوه کړي چه دوی د بهرني ملاتړ تر پوښښ لاندې د جنایتونو د بې پروا ارتکاب په اړه تر ابده پورې مصئونیت لرلی نشې. بهرنیان د افغانستان نه وځي. سوله او عدالت راتلونکې ده. هیڅ بهرني او کورني جنایتکار د عدالت د منګولو نه ځان ژغورولي نشي.

ان شاالله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

تره کی صیب الله دی زوندی لره شه لیکنه وه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx