افغانستان

میدان وردګو کې د کمانډو عسکرو ۷۰ موټریز کاروان محاصره شوی

میدان وردګو کې د کمانډو عسکرو ۷۰ موټریز کاروان محاصره شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له وړمې شپې راهیسې د کمانډو عسکرو یو لوی کاروان طالبانو محاصره کړی او دا مهال د دواړو خواوو ترمنځ شدیده نښته روانه ده.

د سیمې خلک او د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک رسنیو ته ویلي، همدا اوس د میدان وردګو ولایت مرکز په ملاخیلو، دراني او د جلریز ولسوالۍ په کوټه عشرو سیمه کې د کمانډو عسکرو محاصره شوي کاروان په ټانګونو او موټرونو د طالبانو لخوا یوځل بیا بریدونه پیل شوي دي.

هوتک زیاتوي، ددغو نښتو پایله کې یو شمېر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اووښتې او له تیرې ورځې راهیسې د میدان ـ جلریز او جلریز ـ بامیان لویه لاره هم تړلې ده.

په ورته مهال یوې بلې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، درې شپې مخکې د جلریز ـ بامیان پر لویه لار د کمانډو ځواکونو هغه چې بامیانو ته روانه وه، د طالبانو په کمین کې ایساره شوې ده.

د سرچینې په خبره د «سه کلا» سیمه کې د کمانډو عسکرو ۳ ټانګونه ویجاړ شوي او  ۱۲ عرادې ایم بي ټانګونه یې د جګړې په ډګر کې خوشي، د خلکو په کورونو کې یې پناه اخیستې ده.

دفاع وزارت د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د کمانډو عسکرو د محاصره شوي کاروان په هکله رسنیو ته تراوسه څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx