نظــر

د يو تللي اعزاز او مات شوي اقتدار دوباره احيا

شفيع اعظم اورياخېل

تاسې د افغانستان ګاونډ بيا همداسې ټولې سيمې ته وګورئ.

افغانان په دې ټوله خطه کې د متفاوت خوی، څېرې او زړه څښتنان دي.

نه بنګالی زوی چاته د ښودلو دی نه پنجابی په دې شته قواره د مخته کېناستو جرت کولای شي نه د هندوې زوی د مشرۍ هډونه او اواز لري.

داسې پسې د روسانو پښو کې لګدمال د ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان تابع مشران او پسې تاجکستان کې د استحمار له برکته نڅاګر زلمکي او يا به ښکته خوا په اندونيزيا او ماليزيایي احتياط کاره ډارنو تاسې سټیج کې د اروپا او امريکایي ځوان ښه سيالي وکړئ.

دا د خدای ورکړه ده چې افغانان یی په ظاهري او ورپسې هوډ، زړورتيا او فکري خواصو کې ليډر طبعه د اروپايانو او امريکايانو سيال قام زیږولی.

خو دا جګړه ده چې نن یې موږ د ټولې نړۍ بې تعلیمه او داسې بې هنره کړو چې اوس د اروپا او امريکا څه د ګاونډ پنجابي، هندو، ازبک او بنګالي زوی له سيالي هم وتلي او د هر چا او هر ملت د خندا شو.

شاخوا هر هیواد چی وينئ پاسپورټ یې دومره ارزښت لري چې نږدې پنځوس او شپیته هيوادونو ته یې وګړي له ويزې پرته د تللو جواز لري خو موږ نن ورځ په حېثيتي لحاظ چېرته يو؟
افغانستان ته سوله او بېرته د افغانانو د شاهنشاهي لايقه ژوند را ستنول غواړي. دا وخت حتما راتلونکی دی خو چټکتيا ګټه به یې دا وي چې موږ به خپله د دغه دور او مزې څکلو شاهدان يو.

د دې دومره لوی اسمانڅکي فکر او خدا داد وړتياوو سره چې بيا هم نن ورځ په ذلت کې ژوند کوو او زموږ ځواني او ژوند هسې په وير او ناهيلي کې ځي؛
نو له موږ وروسته بيا بول پدې سوله، بول په دې خاني، بول د شاهنشاهي په دې خول او بول پدې ذليل ميراث چې له موږ به راتلونکي نسل ته پاتیږی!

د دې تللي اقتدار او غرور دوباره احيا لپاره هر ځوان ته هوتکي تدبير، احمدشاهي چیغه او عمري هوډ خپلول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx