لیکنېنظــر

طالبان ولې هیواد دننه مذاکرات نه کوي؟

جواد فاتح

د دوو ښېکلو اړخونو تر منځ په مذاکراتو او خپلمنځي خبرواترو کې د زمان او مکان ټاکنه، یوه دیپلوماتیکه ملاحظه او ځانګړی ارزښت لري.
موږ دلته په زمان بحث نه کوو،بلکې یوازي په دویمه نکته لږ رڼا اچوو چې مذاکرات باید په کوم ځای کې تر سره شي.

د مذاکراتو لپاره درې ځایه انتخابیږي:
۱ـ خپل ځای:
په کوم ځای کې چې ستاسو نفوذ او تر کنترول لاندې سیمه ده، په هغه ځای کې مذاکرات کول.
رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د اسلام له ځینو دښمنانو سره د مدینې منورې په داخل کې خبرې اترې او تړونونه کړي.

خپله سیمه کې د مذاکراتو څو ځانکړتیاوې:
الف: له خپل محیط سره اشنایي وي.
ب: د خپلو اړیکو او پلانونو مصئونیت.
ج: اطلاعاتو او معلوماتو ته لاس رسی.
د: د مقابل جهت میلمه پالنه او احسان.
هـ: په مقابل لوري خپل ځان راحت کې حس کول.
و: مقابل لوری تر فشار لاندې راوستل.

تر خپل کنترول لاندې سیمه کې که مذاکرات ګټې لري څه نیمګړتیاوې هم درلودلای شي چې عبارت دي له:
الف: مذاکرات د سلا مشورو په هیله نه شې ځنډولی.
ب: ممکن ستا مقابل ستا د ځای څخه اطلاعات او خلاو ته لاس رسی پیدا کړي.
ج: د مقابل جهت څخه د وړاندیزونو د څېړنو لپاره وخت نه شئ اخیستلای.

۲ـ د مقابل لوري ځای:
د مذاکراتو لپاره د مقابل جهت ځای کې هم خبرې په اسلام کې مشروعیت لري. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د حدیبې تړون یې څرګنده بېلګه ده.
د مقابل جهت په ځای کې مذاکرات له هغو مزایاو څخه ګته او زیان اخلي کوم مو چې د خپل ځای کې یادونه وکړه، په بل عبارت هم ګټې لري او هم زیان.
خو د نیکړتیاو د مخنیوی لارې چارې یې شته چې دا بیله موضوع ده.

۳ـ درېیم ګړی ځای:
ځینې وختونه ښکېل جهتونه د مذاکراتو لپاره درېیم ځای ټاکي، زموږ په هیواد کې د ډیرو شخړو د حل دا ډول عنعنوي دود مخینه لري.
د دریېم ځای ټاکنه باید داسې ځای وي چې هغه په ټوله معنا بې طرفه او له کوم جهت سره تړلی نه وي.
البة دا بیله خبره ده چې کله ناکله درېیم ځای د رسمیت نه بلکې د دوستانه اړیکو لپاه ټاکل کیږي.

اوس به راشو دېته چې طالبان ولې هیواد دننه مذاکرات نه کوي؟
قطر هیواد کې د اسلامي امارت د د سیاسي دفتر له پرانیستل کېدو د مخه د هغه وخت د ارګ مشر حامد کرزي غوښتنه کوله تر څو د اسلامي امارت سره د سولې مذاکرات هیواد دننه تر سره شي.
دا غوښتنه اوسني ارګمشر هم څو ځله زمزمه کړه. مخکې له دې چې د پوښتنې ځواب ته راشو لومړۍ باید په دې ځان پوه کړو چې د ارګخیلو له دې غوښتنو موخه څه ده؟ او ولې هر وخت د عامه ذهن د اغتشاش په موخه دا ډول پوښتنې را مخته کوي؟

هیواد دننه مذاکراتوکې د ارګخیلو موخې:
الف: غواړي وخت په وخت طالبان د څو لنډغرو د لاریون له لارې تر فشار لاندې ونیسي.
ب: هڅه کوي د اسلامي امارت د دفتر د بندولو لپاره لارې چارې ولټوي.
ج: داچې اسلامي امارت له هیواده بهر او کابل کې له ځینیو میشتو افغانانو سره بحثونه،غونډې او نظریات ګډوي، ارګخیل غواړي دا پروسه فلج کړي.

د: نه غواړي تر څو داسلامي امارت دیپلوماتان نړيوالو ته خپل دریځ تشریح او اړیکې ونیسي.
هـ: هڅه کوي د اسلامي امارت نړیوال حیثیت کم رنګه او یو داخلي کوچنۍ ستونزه وشمیري.

که څه هم د ارګخیلو له موخو څخه به تاسو ته جوته شوې وي چې اسلامي امارت ولې هیواد دننه مذاکرات نه کوي. خو د دې ترڅنګ د مذاکراتو لپاره تر ټولو مهمه خبر د هغه ځای د امنیت خوندیتوب دی.

اوس که مذاکرات د ارګخیلو په ځای کې تر سره کیږي نو پوښتنه دا ده چې :
۱ـ هغوی د ارګ په شاوخوا کې د خلکو د جیبونو د خوندیتوب تضمین نه شي ورکولای ایا ممکنه ده چې د اسلامي امارت د هیئت د سفر او تګ راتګ او د مبایلونو و جیبونو تضمین ورکړي؟
۲ـ ایا د دې تضمین ورکولای شي چې هلته به د مذاکراتو په تړاو بحث کیږي او که د مذاکراتي بحثونو په نوم استخباراتي استنطاق؛ ځکه په دې اړه د اسلامي امارت د بندیانو د ورغلي هیئت خاطري په یاد لرو.
۳ـ یو څوک چې په داخل د ارګ کې د موازي حکومت د اعلان مخنیوی نه شي کولای ایا ممکنه ده چې هلته د خبرو اترو د ځای سیاسی امنیت ونیسي.
۴ـ که خبرې د اسلامي امارت په سمیه کې کیږي ایا د هیواد فضاي حریم خوندي دی.
۵ـ ایا د داعش په نوم د توغندیو توغولو او ړندو هوانونو د ویشتلو ضمانت شتون لري.

زموږ دا یو افغانی دود دی چې دوه ښکیل لوري د خپلو ستونزو حل لپاره درېیم ځای ټاکي، ځکه د دې په ځای چې خپلې هرې خبرې رسنیو ته را وباسو ښه به دا وې چې په اصلي موضوع تمرکز او له عقلانیت څخه کار واخلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx