افغانستان

حکومت په غزني کې د «ملا نوح بابا» زیارت بمبار کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۹ل): حکومتي الوتکو د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې پر یوه مشهور زیارت بمبار کړی، چې له امله یې څلور تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه په همدې تړاو خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې د شلګر ولسوالۍ اړوند «یرګتو» نومي سیمه کې الوتکو د مشهور صوفي «ملا نوح بابا» پر زیارت بمبار کړی، چې له امله یې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

حکومت که څه هم د تېرې شپې د تلفاتو په اړه څه نه وایي؛ خو د غزني ځايي چارواکي ادعا لري، چې د ملا نوح بابا په سیمه کې د حکومتي چورلکو برید شپاړلس طالبان وژلي او دوولس نور يې ټپيان کړي.

غزني کې د ملکي تلفاتو راپورونه داسې مهال دی، چې وړمه ورځ هم د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د حکومت بمبار دیارلس ولسي وګړي وژلی و.

حکومت که څه هم هر وخت د ملکي تلفاتو د پېښو د څېړلو ژمنې کوي؛ خو تر دې دمه د ملکي تلفاتو د کومې قضیې جزئيات نه دي رسنیز شوي.

Image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ملا نوح بابا بیچاره یی بمبارد کړ، دا خو بد کار ندی شوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx